لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي :په جاسوسي بريدونو امريکا اولسي ملاتړ بايلي


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي دامريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو له امله دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې امريکا داولسي ملاتړ څخه لاس وينځي.
پيراګوئى کې داروپايي اتحاديې مشرانو سره له ليدنې ووسته ميډيا ته ښاغلي قريشي وويل اروپايي اتحاديې ته يې ويلي دي دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دګټو ترلاسه کولو دپاره بايد داولس خوښې ته درناوى ولرل شي.
نوموړي وويل دامريکايي جاسوسي الوتکو له لارې دغوره ټيکنالوجۍ په کارولو سره دطالبانو سنګرونه په نخښه کول دستائينې دي خوامريکا بايد په ياد ولري چې ددې زيان دګټو څخه ډير سيوا دى.
نوموړي يو ځل بيا دامريکا څخه وغوښتل چې دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اړه پخپله تګلاره سردوباره نظر وکړي.
پاکستان مدام دامريکا څخه په قبائيلي سيمو دجاسوسي الوتکو دبريدونو بندولو غوښتنې کوي خو استخباراتي راپورونو اؤ څيړونکو څو وارې په ډاګه کړې ده چې دغه بريدونه دپاکستان دحکومت په صلاح کيږي.
دجاسوسي الوتکو په دغو بريدونو کې تر دې مهاله په لسګونو دالقاعده اؤ طالبانو مهم غړي وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG