لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دناټو په کنټينرونو بريد کې ٢٠ ټرکونه سوځيدلي دي


دصوبه سرحد سرښار پيښور په رينگ روډ افغانستان کې دميشتو ائتلافي ځواکونو لپاره دسامان وړونکو کنټينرونو پر اډه بريد کې تر ٢٠ؤ ټرکونه سوځيدلي دي.
دغه بريد نن داتوار په ورځ نامعلومه تندلارو دخودکاره وسلو اؤ راکټونو په کارولو سره وکړو.
دپوليس سرچينې وايي طالبانو ناټو ته دسامان وړونکو گاډو په اډه ٤ راکټونه وداغل چې له امله يې په دغه اډه اور ولگيدلو اؤ دناټو ټرکونو ته يې زيان ورسولو.
په دغه بريد کې دوه دټرکونو ډرائيور هم ژوبل شوي دي.
يو سيمه ييز پوليس مشر گوهر خان دپيښې په اړه ډيوه راډيو ته وويل دبريد سره سم پوليس دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ په بريد کوونکو يې ډزې هم وکړې هغوي په تيښته بريالي شول.
ښاغلي گوهر زياته کړه حکومت له وړاندې څخه امر کړى چې دغه اډې بايدافغانستان کې ميشتو دناټو فوځيانو ته دسامانونو رسولو دپاره ونۀ کارول شي خو ډرائيورانو دحکومتي امر څخه سرغړونه کړې ده.
بايد وويل شي چې افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته دځمکې دلارې ٨٠ في صده سامانونه په دغو کنټينرونو کې دخيبر په دره ورتيريږي اؤ له دې وړاندې هم په پيښور کې دناټو دکنټينرونو په اډه دتندلارو دبريدونو له امله په سوونو ټرکونه سوځول شوي دي.
همدغه راز په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم په بيلا بيلو وختونو کې په دغو ټرکونو تندلارو بريدونه کړي اؤ دناټو سامانونه يې لوټلي دي چې له دې وروسته دپيښور انتظاميې په رينگ روډ دناټو دکنټينرونو داډو ختمولو امر کړى دى خو تر دې مهاله ددغواډو څخه ناټو ته سامانونه ليږدول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG