لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي مشران اؤ وکيلان دزرداري په پريکړو بې باوره دي


په پاکستان کې درامينځته شوي وروستي سياسي کړکيچ دهواري دپاره حکومت خپلې هڅې تندې کړي اؤ نن يو ځل بيا دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره تر دوؤ ساعتو اوږدې خبرې اترې کړي دي.
دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې هيلري کلنټن لخوا بيگاه دپاکستان دجمهوررئيس اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره دتيليفوني خبرو اترو څخه وروسته حکومت پريکړه کړې وه چې دمشرف دواکمنۍ په مهال گوښه کړل شوي قاضيان به دجمهوريت دتړون په اساس بيرته پځايې کوي.
همدغه راز دسترې محکمې لخوا دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې په هکله دجمهوررئيس وياند په ډاگه کړې وه چې حکومت به ددغه پريکړې په ضدسترې محکمې ته دبيا نظراچونې خواست کوي.
سرچينې وايي دامريکا اؤ نورو هيوادونو دچارواکو اؤ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په وينا جمهوررئيس زرداري چمتو شوى دى چې دنواز شريف اؤ وکيلانو سره ټولې چارې دډيموکراسۍ دهاغه تړون په اساس پځايې کړي چې کال ٢٠٠٦م کې پرې دپيپلز گوند وژل شوې مشرې بې نظير بوټو اؤ ميا نواز شريف لاسليکونه کړي وؤ.
دډيموکراسۍ په دغه تړون کې دقاضيانودگمارنې تگلاره په ډاگه ده اؤ پکې ښکل شوي چې دموقتي ائيني امر دلاندې لوړه کوونکي به دقاضيانو په توگه نۀ اخستل کيږي.
دپاکستان دوکيلانو دغورځنگ مشران وايي جمهوررئيس اصف علي زرداري دډيموکراسۍ دتړون له مخې دقضيې په هوارولو سره غواړي دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دبيرته پځايې کيدلو مخه ونيسي.
دمسلم ليگ(ن) مشر شهباز شريف ، دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد اؤ دتحريک انصاف مشر عمران خان هم دحکومتي پريکړو په هکله خپل غبرگون کې ويلي جمهوررئيس ددغې لارې يو ځل بيا نواز شريف تيرويستل غواړي.
هغوي په جمهوررئيس زرداري نيوکه کړې ده چې په تيرو وختونو کې يې هم خپلې ژمنې نۀ دي پوره کړي اؤ اوس دهغه په ژمنه باور نۀ شي کيدلى.
سرچينې وايي په لاهور کې دپارليدلو مظاهره چيانو اؤ پوليسو ترمينځ درامينځته شوؤ نښتو څخه وروسته نن داتوار په ورځ جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني دبلوچستان ايالت والي نواب اسلم رئيساني اسلام اباد ته راغوښتى ترڅو نواز شريف سره يې دجوړجاړي دخبرو لپاره لاهور ته وليږدوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG