لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مائيکل مولن : دپاکستان کړکيچ په پوځي مداخله نۀ شي هواريدلى


دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن ويلي دي دپوځ په رامينځته کيدلو پاکستان کې درامينځته شوي وروستي سياسي کړکيچ دله مينځه وړل شونې نۀ دي
يو امريکايي تيليويزيون سره په مرکه کې ښاغلي مولن وويل دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دهيواد دننه دسياسي اؤ جمهوري حکومت پلوي دى اؤ غواړي پوځ دسياست څخه په ډډه وساتي.
دگډو ځواکونو دکميټې مشر زياته کړه دا مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر ديو کړکيچن وضعيت سره مخ دى اؤ کۀ چرې هغه داقتدار واگې پخپل لاس کې نيسي نو دا به دهغه په خوښه نۀ وي لکه څنگه چې پرويز مشرف کړي وؤ.
نوموړي زياته کړه تير يو کال هغه دجنرال کياني سره لس ځله ليدل کړي دي اؤ په پاکستان کې يې سياسي وضعيت هم دنظر لاندې نيولى دى.
دهغه وينا وه دپاکستان دسياسي کړکيچ له امله په خلکو کې دخورې شوې دې انديښنې څخه هم خبر دى چې دکړکيچ سيوا کيدل دپوځ دمداخلې لامل جوړيدلى شي.
مائيکل مولن وويل هغه فکر کوي چې دا مهال په پاکستان کې دپوځي مداخلې زيات احتمال نۀ ليدلي کيږي خو دغه احتمال هم دانديښنې وړ دى.

XS
SM
MD
LG