لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقاضيانو دپځايې کولو حکم جاري شو


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دسترې محکمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري اؤ نورو قاضيانو دبيرته پځايې کولو حکمونه لاس ليک کولو وروسته نن ددغو قاضيانو دبيا پځايې کيدو حکومتي اعلاميې جاري شوي دي.
دافتخار چوهدري دپځايې کولو لپاره دپاکستان وکيلانو اؤ سياسي فعالينو زياتې هلې ځلې کړې وې اؤجمهوررئيس اصف علي زرداري يې دفشار لاندې نيولى ؤ چې دخپلې ژمنې سره سم بايدټول لرې کړل شوي قاضيان بيرته پځايې کړي.
تېره ورځ صدراعظم يوسف رضا گيلاني دمشر قاضي اؤ نورو قاضيانو دبيا پځايې کولو اعلان وکړو اؤ دهغوي دپځايې کولوپه هکله کاغذونه يې دلاسليک کولو څخه وروسته جمهوررئيس اصف علي زرداري ته ليږلي وؤ.
نن دنهې په ورځ ښاغلي زرداري هم دغه کاغذونه لاسليک کړو اؤ د قانون دوزارت څخه په دغه هکله رسمي اعلاميې مخې ته راوړل شوی ده.
دقانون وزارت ددغه قاضيانو دپځايې کولو لپاره دوه بيلا بيلې اعلاميې جاري کړي دي.
په يوه اعلاميه کې دسترې محکمې اؤ ايالتي محکمو لس قاضيان پځايې کولى شوي دي اؤ په بله کې به دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري پځايې کول شوی دی.
مشر قاضي افتخار محمدچوهدري به په ٢١م مارچ دموجوده مشر قاضي عبدالحميد ډوگر دريټائر کيدلو سره سم دسترې محکمې دمشرولۍ څوکۍ سمبالوي.
دپاکستان دقانون سکتر اغا محمد رفيق وايي دسترې محکمې پځايې کړل شوؤ قاضيانو کې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري،قاضي خليل الرحمان رمدى، قاضي فياض احمد، قاضي خواجه محمد شريف اؤ قاضي اعجاز احمد شامل دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG