لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : شرعي محکمو فعاليت پيل کړى دى


دصوبه سرحد په سوات سيمه کې نن دنهې دورځې څخه شرعي محکمو په رسمي توگه فعاليت پيل کړى اؤ خلک دغه محکمو ته خپلې دوسيې وروړي.
دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد تيره ورځ ويلي وؤ نور به په سوات کې محکمو ته عام ججان نۀ بلکې قاضيان ورځي اؤ هغوي به دشريعت په اساس ټولې پريکړې کوي.
دهغه وينا وه صوبايي حکومت په سوات کې دشرعي محکمو اعلان کړى اؤ له دې څخه وروسته دشرعي نظام عدل په مسوده دجمهوررئيس لاسليک ته هم هيڅ اړتيا نشته.
نوموړي دا هم ويلي وؤ چې هغه به دشرعي محکمو لخوا دکيدونکو پريکړو څارنه پخپله کوي اؤ دسوات څخه وروسته به په دير، بونير ، ملاکنډ ايجنسۍ ، شانگله ، کوهستان اؤ چترال کې هم شرعي محکمې فعالولى شي.
دمولانا صوفي محمد ددغه څرگندونو څخه وروسته نن په شرعي محکمو کې قاضيان کښيناستل اؤ دشريعت په اساس يې ددوسيو په هکله پريکړې ورکول پيل کړل.
‌بل لوري ته دملاکنډ سيمې دکمشنر سيد محمد جاويد په مشرۍ پوليسو، مليشې اؤ دخاصه دارو ځواکونو په چارباغ اؤ خوازه خيله کې بيرغونو په لاس گزمې کړي دي.
کمشنر ښاغلي جاويد نن په سوات سيمه کې دسرکاري دفترونو، شرعي محکمو اؤ سکولونو څخه هم ليدنه کړې ده اؤ ټولو مامورينو ته يې ويلي دي چې نور بايد دکومې ويرې ترهې څخه پرته خپلو دندو ته حاضريږي.
په سوات کې دپوځي عملياتو له امله دپوليسو اؤ نورو بيلا بيلو سرکاري محکمو يو شمير مامورينو دطالبانو له ويرې خپلې دندې پريښودلې دي اؤ دحکومت لخوا په سيمه کې د شرعي نظام عدل دنظام پځايې کولو داعلان سره سم يو وارې بيا دغو مامورينو ته بلنه ورکړل شوې ده چې خپلودندو ته دوام ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG