لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرحداسمبلۍ: دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونومخه دې ونيول شي


سرحد اسمبلۍ نن دنهې په ورځ په گډ ډول ديو پريکړه ليک يا قرارداد له لارې په قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو دغندنې کولو په ترڅ کې دپاکستان دمرکزي حکومت څخه په سفارتي کچ ددغو بريدونو دمخنيوي لپاره په سم لاسي ډول دګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې دسرحداسمبلۍ په غونډه کې دبنو څخه حکومتي غړي عدنان وزير وويل کۀ چرې مونږ ددغو بريدونو مخه نۀ شو نيولى اؤ اولس ته تحفظ نۀ شو ورکولى نو بيا مونږ ته په دې ايوان کې دناستې هيڅ حق نۀ دى ترلاسه ځکه نو هغه به بهر کښيناستلو ته اوليت ورکړي.
موقتي سپيکر خوش دل خان دعدنان په خواست هغه ته دامريکايي جاسوسي الوتکودبريدونوپه اړوندايوان ته دپريکړه ليک وړاندې کولو اجازه ورکړه.
په دغه پريکړه ليک کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان دفضايي حدودو څخه دسرغړونې اؤ ميزائيلي بريدونو په سختو ټکو کې غندنه شوې اؤ ويل شوي دي مونږ نړۍ کې دژوندي اوسئ اؤ ژوند ته مو پريږدئ دتګلارې په اساس اوسيدل غواړو اؤپخپل هيواد کې دچا لاسوهنه نۀ شو زغملى.
پريکړه ليک کې ويل شوي دي ددغو بريدونو له امله دامن په ګامونو منفي اغيزې پريوځي ځکه نو مرکزي حکومت دې په سفارتي کچ دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو مخنيوي لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.
پريکړه ليک کې زياته شوې ده ددغو بريدونو له امله په هيواد کې عموماً اؤ صوبه سرحد کې په ځانگړي ډول دامن خرابيدو انديښنه ده.
دغه پريکړه ليک عدنان وزير، مفتي کفايت الله، منور خان، محمدعلي شاه اؤ حاجي ظاهر شاه پخپل وار ايوان کې وړاندې کړو اؤ ايوان درايې په اتفاق سره ددغه پريکړه ليک منظوري ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG