لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیویارک ټائمز: امريکا د جاسوسي الوتکو بريدونه بلوچستان ته غزول غواړي


دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دامريکايي ورځپاڼې هاغه راپور رد کړى دى چې وايي امريکايي انتظاميه دقبائيلي سيمو څخه وروسته اوس دبلوچستان ځينې سيمو پورې دجاسوسي الوتکو دبريدونو لمن پراخه کول غواړي.
دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالباسط دفرانسوي خبري شبکې سره په خبرو کې ويلي دي دغه رقم راپورونه هڅې گنگوسې دي اؤمونږ په گنگوسو نظر ورکول نۀ غواړو.
دهغه وينا وه دجاسوسي الوتکو دبريدونو په لړ کې دپاکستان دريځ په ډاگه دى اؤ زیاته یې کړه چې دا يو بې گټې گام دى چې دترهگرۍ پر ضد په جگړه بدې اغيزې کوي.
دامريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمزترمخه سپينې ماڼۍ ته په ترلاسه شوؤ دوؤ بيلا بيلو پټو راپورونو کې امريکايي چارواکو ته ويل شوي دي چې دطالبانو اؤ القاعده فعاليتونه دبلوچستان په ځينو سيمو کې دخطرې تر حده سيوا شوي دي ځکه نو بلوچستان کې هم دتندروه جنگيالو په شکمنو سنگرونو دجاسوسي الوتکو بريدونو ته اړتيا ليدل کيږي.
امريکايي انتظاميه دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان دپاره نوې تگلارې جوړوي اؤ په دې لړ کې تراوسه کومه غوڅه پريکړه نۀ ده شوې.
ورځپاڼه وايي دامريکا داستخباراتي شبکو ځينې چارواکي دغه خبره مني چې دملاعمر اؤ دهغه دملگرو فعاليتونه په کوئټه اؤ خواؤشا سيمو کې دخطرې تر حده سيوا شوي دي چې دا په راتلونکي کې دامريکايانو لپاره يو دگواښ څخه ډک وضعيت رامينځته کولى شي.

XS
SM
MD
LG