لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي : قبايلي سيمو کې عملياتو زړۀ پورې نتيجې نۀ دي ورکړي


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل په قبائيلي سيمو کې دعملياتوزړۀ پورې نتيجې نۀ دي ترلاسه شوي اؤ اوس به دافغانستان دوضعيت په پوره دقت سره جاج اخستل وي
امريکا دپاکستان دمرستې لپاره سنجيده ده اؤ په دې هکله دپاکستان اؤ افغانستان لپاره نوې تګلاره جوړيږي.
دبهرنيو چارو وزير وويل هيله کيږي دپاکستان پوځي مرسته به هم سيوا کړل شي.
هغۀ وويل امريکا دترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې دپاکستان توان سيوا کول غواړي.
ښاغلي قريشي وويل امريکا پاکستان اؤ افغانستان سره ښو اړيکو ته ليواله ده اؤ ورته زيات ارزښت هم ورکوي.
دنوموړي وينا وه دمعاشي کړکيچ باوجود امريکا دپاکستان مرسته کړې ده اؤ په هره څانګه کې يې مرستو کولو ته چمتو ده.
په قبائيلي سيمو دکيدونکو امريکايي جاسوسي بريدونو په هکله ښاغلي قريشي وويل دا يوه سنجيده ستونزه ده اؤ امريکا به پرې دمئ په مياشت کې سردوباره نظر کوي.
دبهرنيو چارو وزير وويل دامريکا، پاکستان اؤافغانستان ترمينځه دخبرو اترو دوهم پړاؤ به د٦م مئ څخه پيل کيږي اؤامريکا به داپريل مياشت کې کيدونکې دپاکستان دملګرو په غونډه کې هم برخه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG