لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليکوالان : د رحمان بابا مزار باندې برید استخباراتي شبکو روزل شوو  تندلارو کړی


پښتنو دانشورانو، ليکوالانو، سياست مدارانو اؤ ژورنالستانو دستر صوفي شاعر رحمان بابا په مزار ترسره شوى بريد دپښتون کلتور اؤ تهذيب په ضد جوړه شوې وه ناوړه دسيسه بللې اؤ دپاکستان په استخباراتي شبکو يې نيوکه کړې چې دتندلارو په پاللو سره يې وضعيت هاغه ډگر ته رسولى چې نن دپښتنو مشرانو قبرونه هم خوندي نۀ دي.
نن دشورو په ورځ دپيښوردمطبوعاتي کلب لخوا درحمان بابا په مزار دترسره شوي بريد په هکله جوړې شوې يوې مباحثې ته دوينا په مهال زياترو وينا والو دپاکستان په استخباراتي شبکو تور ولگولو چې په تيرو وختونو کې يې تندلارو ته پخپله دجگړو روزنه ورکوله اؤ دهغوي په فعاليتونو يې سترگې پټې کړې وې.
وينا والو وويل دواکمنانو دبې تفاوتۍ له امله نن تندلاريتوب په ټول هيواد کې خپلې جرړې مضبوطې کړي اؤ په قبائيلي سيمو اؤ سوات کې دانساني وينې دتوئيدو لامل همدغه دتندلاريتوب ستونزه ده.
هغوي وويل درحمان بابا په مزار ترسره شوى بريد په اصل کې دپښتون په ملي تشخص اؤ کلتور بريد دى اؤ حکومت بايد ددې پيښې ترشا لاس لرونکي عناصر قام ته ښکاره کړي.
وينا والو وويل پښتنو سره داسلام دراتلو څخه دمخه هم سپيځلي قدرونه موجود وؤ اؤ کله چې اسلام راغلى نو پښتانۀ نور هم دسپيځلو قدرونو خاوندان شول خو دا چې نن دمذهب په نوم په سوات يا قبائيلي سيمو کې دپښتنو مرۍ غوڅول کيږي دا داسلام تعليمات نۀ دي.
هغوي وويل دښمنان هڅه کوي پښتانۀ دبيلا بيلو اختلافونو په اساس خپلو کې سره وجنگوي اؤ له برمه يې وغورځوي.
دغه مباحثې ته دصوبه سرحد دلوبو اؤ کلتور وزيرسيد عاقل شاه ، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر مختار يوسفزي، دجمعيت علماء اسلام صوبايي سکتر شجاع الملک، فانوس گوجر، مختار باچا، ډاکټر راجولي شاه خټک، فضل دين خټک، پروفيسر اباسين يوسفزي ،ډاکټر محمداعظم اعظم، ډاکټر شيرزمان طائزي ، ډاکټر سهيل انشاء، ، سليم راز، مشتاق شباب، ناصر علي سيد،مشتاق شباب، سعدالله جان برق، سلطان محمددردمنداؤ گڼو نورو ليکوالانو ، اديبانو، ژورنالستانو اؤ شاعرانو ويناوې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG