لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما: ايران سره داړيکو نوی لړۍ غواړو


دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما دايراني اولس په نوم خپل يو پيغام کې ويلي امريکا ايران سره د تماسونو يوه نوې لړۍ پيل کول غواړي.
دايراني اولس ته د نورز جشن په اړه په پخپل لومړي تيليويزيوني وينا کې جمهوررئيس اوباما وويل وخت راغلى دى چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دامن اؤ لاس امداد نوى دور پيل کړل شي اؤ په دې لړ کې به مهم پرمختگ کول وي.
امريکايي جمهوررئيس وويل ايراني اولس ته حق ترلاسه دى چې په نړۍ کې ورته خپل حقيقي مقام ورکړل شي خو دغه هر څه دترهې اؤ وسلې په زور ممکن نۀ دي.
هغۀ وويل بايد ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو ښۀ کولو لپاره مخلصانه هڅې وکړل شي.
هغه تهران سره داختلافونو داعتراف کولو پۀ ترڅ کې وويل په دې وروستيو ٣ؤ لسيزو کې دايران اؤ امريکا ترمينځ اړيکې خرابې شوي اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ دوخت په تيريدو سره دغه اختلافونو کې نور زياتوالى هم راغلى دى.
اوباما وويل انتظاميه يې دسفارت کارۍ له لارې دامريکا، ايران اؤ بين المللي ورورولۍ ترمينځ دتعميري اړيکو جوړولو لپاره هڅې کوي.
هغۀ وويل دامن دغه عمل به دړکو نۀ بلکې په اخلاص، ايماندارۍ اؤ خپل مينځي درناوي پۀ بنيادونو پرمخت ولاړ شي.
دښاغلي اوباما دغه څرگندونې دامريکا دپخواني جمهوررئيس جارج بوش دتگلارو په ضد دي چې مقصد يې ايران دستونزو دجرړې گرځولو په ترڅ کې دغه هيواد په نړيوال کچ دځانله کولو هڅه وه.
دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دايراني نوي کال په پيل اولس خوشحالي کوي
هغۀ زياته کړه دټولو ستونزو هوارى گران دى خو دسفارتي اؤ تجارتي اړيکو ښۀ کولو سره ددواړو هيوادونو ترمينځ دموجودو اختلافونو دله مينځه وړل پيل کيدلى شي.
دهغۀ وينا ايراني اولس اؤ مشرانو سره نيغ په نيغه خبرې کول غواړي.
اوباما په ډاگه کړه چې دامن دغه عمل په دړکو کولو سره پرمخ نۀ شي تللى ځکه نو غواړو دغه تماسونه په اخلاص سره پرمخ ولاړ شي.
بل لوري ته په تهران کې دايراني جمهوررئيس احمدي نژاد مشيرعلي اکبر جوان فقر برټانوي خبري ادارې سره په خبرو کې دجمهوررئيس اوباما دبيان دهرکلي کولو په ترڅ کې وويل امريکا ته به داړيکودښۀ کولو لپاره دماضي تيروتنې ختمول وي.
دايران داټومي پروگرام په هکله امريکا پرله پسې دانديښنو څرگندونې کړي دي خو ايران وايي اټومي پروگرام يې دپرامنه مقصدونو لپاره دى
دامريکا دپخواني جمهوررئيس جارج ډبليو بوش دواکمنۍ په مهال دامريکا اؤ ايران ترمينځ تاؤتريخوالي کې زياتوالى شوى ؤ خو نوي جمهوررئيس براک اوباما دجمهوري رياست له ټاکنو څخه وړاندې ايران سره پر امريکايي تگلارې دبيا نظر اچونې ملاتړ کړى ؤ.
اخوا اروپايي اتحاديې ايران سره دخبرو اترو دامريکايي وړانديز هرکلى کړى.
داروپايي اتحاديې دبهرنۍ تگلارې مشر هاوئيرسولانه لخوا برسلز کې جاري شوي بيان کې ايران سره دامريکا دخبرو اترو اؤ سفارتي اړيکو جوړولو وړانديز مثبت گام گرځول شوى اؤ هيله يې څرگنده کړې ده چې ايران به ورته هم ښۀ ځواب ووايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG