لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دفاع کميټۍ بلوچستان کې د جاسوی الوتکو بریدونو په رپوټونو اندیښمنه


دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني تر مشرۍ لاندې په اسلام اباد کې کيدونکې غونډه کې په دې وروستيو کې دامريکايي ورځپاڼې په هاغه راپور دانديښنې څرگندونه وکړل شو چې پکې ويل شوي وؤ دقبائيلي سيمو څخه وروسته به اوس دامريکايي بې پيلوټه الوتکو دبريدونو لمن بلوچستان پورې پراخه کولى شي.
ددفاعي کميټې غونډه کې پريکړه شوې ده چې دهيواد په سلامتۍ به هر رقم سودابازي ونۀ کړل شي.
غونډه کې دممبۍ بريدونو په هکله دهند لخوا پاکستان ته دورکړل شوؤ ځوابونو څخه علاوه دهيواد د کورنۍ سلامتۍ، دامريکا دبيلوټه جاسوسي الوتکو بريدونو اؤ په دې وروستيو کې په لاهور کې په سري لنکن کرکټ لوبډلې دشوي بريد په گډون په نورو چارو غور وکړل شو.
په دغه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد، دهوايي ځواکونو مشر راؤ قمر سليمان اؤ دسمندري ځواکونو مشر ايډمرل نعمان بشير هم گډون وکړو.
غونډه کې دقبائيلي سيمو اؤ پاک افغان سرحدي وضعيت په هکله هم خبرې اترې وشوې.
دصدراعظم لپاره دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک په لاهور کې پر سري لنکن کرکټ لوبډلې دترسره شوي بريد په هکله تراوسه دشوؤ پلټنو اؤ پرمختگ څخه کميټي خبر کړه.

XS
SM
MD
LG