لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلی:ممکنه امريکاې بريدونو مخنيوی دی ووشی


بلوچستان اسمبلۍ دبې پايلټه امريکايي جاسوسي الوتکو دممکنه بريدونو پر ضد په اتفاق سره يوقرارداد منظور کړىدی.

.په دی پريکړه ليک کي د مرکزي حکومت څخه غوښتنه شوی ده چې ددغه ممکنه بريدونو اودرولو لپاره دی گامونه پورته کړي.

کله چې دبلوچستان اسمبلۍ سپيکر محمداسلم بهوتاني په مشرۍ کي داسمبلۍ غونډه نن د خالی په ورځ پيل شوه نو دجمعيت علماء اسلام یو مشر اوستر صوبايي وزير مولانا عبدالواسع اؤ نورو وزيرانو دغه پريکړه ليک وړاندې کړو.

په دی قراردادکی دا دريځ هم خپل کړل شوى دى چې شمالي وزيرستان اؤ نورو قبائيلي سيمو کې دطالبانو اؤ القاعده په نوم دبې گناه خلکو وينې توئيول کيږي اؤ اوس دغه لړۍ تر بلوچستان پورې غځول کيږي.

صوبايي وزيرانو جعفرمندوخيل، سيد احسان شاه، خالق بشر دوست اؤ نورو په دغه پريکړه ليک دخبرو په مهال وويل پاکستان ازاد اؤ خپلواکه هيواد دى او کله به همدغه بريدونواجازه ورنکړی.

بلوچستان اسمبلۍ کې دغه پريکړه ليک دواکمن گوند پيپلز پارټۍ په گډون پارلمان کې دموجودو ټولو گوندونو په ملاتړ منظور کړل شوی دی.

د بحث په ترڅ کې پارلمانی غړو وويل ددغسې امريکايي بريدونو له امله به نۀ يواځې دا چې بې گناه خلک وژل کیيږی بلکې ددغو بريدونو له امله به دا من وضعيت دومره خراب شي چې نۀ به يې پاکستان اؤ نۀ د امريکا حکومت قابو کولى شي.

په دغو بريدونو کې افغانستان سره سيلمه دپاکستان په قبائيلي سيمو کی دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو غندنه هم شوې ده.

بلوچستان اسمبلۍ دغه دغندنې پريکړه ليک دامريکايي ميډيا لخوا دهاغوراپورنو څخه وروسته منظور کړى چې پکې ويل شوي دپاکستان قبائيلي سيمو څخه وروسته به اوسدطالبانو پر شکمنو ځا ينو دبې پايلټه امريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو لمنهتر بلوچستان پورې به غځولى شي.

پرون دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وؤ دطالب جنگيالو مشر ملا محمدعمر په بلوچستان کې پټ نۀ دى بلکې هغه په افغانستان کې دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG