لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدراعظم گيلاني : قاضيان  دهيواد ژغورنې لپاره بيرته پځايې کړل شوي دي


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني ویلي کۀ چرې په ١٦م مارچ يې گوښه کړل شوي قاضيان بيرته نۀ وؤ پځايې کړي نو دهيواد سلامتي به دگواښ سره مخ شوې وه.
ښاغلي گیلانی زیاته کړه چې دعدليې دپځايې کولو سره دبې نظير بوټو مشن ترسره شوى دى.
نوموړې دا خبره په لاهور کې دپيپلز گوند پارلماني غونډې ته دوينا په مهال کړې ده.
دهغه وينا وه دا مهال چې پيپلز گوند کوم برياليتوبونه ترلاسه کړي دي هغه دپيپلز گوند دمشرارواښاد ذوالفقار علي بوټو اؤ بې نظير بوټو دواکمنۍ په دور کې هم نۀ وؤ ترلاسه شوي.
دصدراعظم وينا وه داولسي باور له امله دحکومت په اوږو دمسؤليت دروند بار پروت دى اؤ حکومت هڅه کوي داولس هيلو ته ښه ځواب ووايي.
نوموړي زياته کړه په پاکستان کې پياوړې ډيموکراسي دټولې نړۍ په گټه ده.
بل لوري ته په پاکستان کې دپيپلز گوند حکومت ديو کال دپوره کيدلو په لړ کې خپل پيغا کې صدراعظم گيلاني ويلي دي پيپلز گوند دلمړۍ ورځې څخه په کورني اؤ بهرني کچ دجوړجاړي په تگلاره عمل کړى دى اؤ په دې وروستيو کې په پاکستان کې پيدا شوى سياسي کړکيچ دعدليې دبيرته پځايې کولو په هکله دبدگمانيو په وجه رامينځته شوى ؤ.
دهغه وينا پيپلز گوند دغه کړکيچ دجوړجاړي دسياست له مخې له مينځه يوړو.
همدغه راز جمهوررئيس اصف علي زرداري هم دخپل حکومت ديو کال په بشپړيدو خپل پيغام کې ويلي دي دلرې کړل شوؤ قاضيانو بيرته پځايې کول دحکومت يو مهم برياليتوب دى.
دزرداري له مخې حکومت ته په ميراث کې پاتې شوى گډوډ دمعاشي وضعيت ، دملي امنيت دستونزو دهواري ، دترهه گرۍ په ضد دجگړې اؤ په سيمه کې دامن اؤ ثبات دټينگښت لپاره حکومت يو لړ زړۀ پورې گامونه اخستي دي.
دهغه وينا وه دحکومتي گامونو ثمره ورو په ورو رابرسيره کيدل پيل شوي دي.
په پاکستان کې کۀ هر څو دپرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو سره سياسي کړکيچ له مينځه تللى دى خو څيړونکي وايي هر کله چې سترې محکمې ته دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف رامينځته شوى دملي بخښنې قانون (اين ار او)، دموقتي ائيني امر لاندې دقاضيانو دلوړې کولو اؤ ځينې نورې هاغه مهمې معاملې ور شي نو دهغې په هکله داساسي قانون له مخې کيدونکې پريکړې يو ځل بيا دحکومت اؤ عدليې ترمينځ دتاؤتريخوالي لامل جوړيدلى شي.

XS
SM
MD
LG