لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنډوله : دځانمرگي بريد له امله لږ تر لږه   لس کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحددنيمې قبائيلي سيمې ټانک سره نزدې دجنډوله ستر بازار کې ځانمرګي بريد ترسره شوى چې له امله يې لږ ترلږه لس کسان وژل شوي اؤ١٥ نور ژوبل دي.
استخباراتي چارواکي وايي په پيښه کې وژل شوؤ کسانو کې هاغه حکومت پلوه جنګيالي هم شامل دي چې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسود پۀ ضد دي.
استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبريالانو ته وويلي دغه نننى ځانمرګى بريد دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه بهر په ټانک سيمه کې دسړک په غاړه يوهوټل کې هاغه مهال ترسره شوى چې په هوټل کې گڼ شمير طالبان په خوراک بوخت وؤ.
هغوي وويل په بريد کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وايي دغه پيښه دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود اؤ ترکستان بټني ډلې ترمينځ د تاؤتريخوالي له امله رامينځته شوې ده .
له دې وړاندې هم په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود اؤ ترکستان بټني ډلې ترمينځ په نښتو کې ګڼ شمير کسان وژل شوي دي.
دسيمې اوسيدونکي عيني شاهد ابراهيم خان خبريالانو ته وويل هغه وليدل چې دپيښې څخه دمخه يو تن هوټل ته دراننوتلو هڅه کوله خو کله چې هغه ساتونکو ايسار کړو نو پخپل ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو.
هغۀ وويل ددغه چاؤدنې له امله يې د١١ؤ تنو مړي پخپلو سترګو ليدلي اؤ ١٥ ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG