لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : په جومات ځانمرگي بريد کې ٥١ کسان وژل شوي دي


دافغانستان پولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دبگياړۍ امنيتي پوستې سره پيوست جومات کې دځانمرگي بريد له امله لږه ٥١ کسان وژل شوي اؤ له ١٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي اؤ دپيښور په لويو روغتونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
سرچينې وايي دجومات دراغورځيدلې ملبې لاندې اوس هم گڼ شمير نمونځ کوونکي نښتي اؤ دهغوي دراويستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان په دغه پيښه کې د ٤٦ؤ کسانو دوژل کيدلو تصديق کړى خو انديښنه يې ښودلې مړي نور هم سيوا کيدلى شي.
نوموړي خبريالانو ته ويلي دي دجمرودتحصيل د بگياړۍ امنيتي پوستې سره پيوست جامع جومات کې دجمعې دلمانځه پيل کيدو سره سم يو ځانمرگي خپل ځان دنمونځ گزارو په مينځ کې دچاؤدنې سره والوځولو چې له امله يې دجومات دوه پوړيزه وداني رانسکوره شوه.
ښاغلي طارق حيات زياته کړه تراوسه د٤٦ؤ کسانو مړي راويستل شوي.
هغۀ وويل دمړو شميره ٧٠ؤ ته رسيدلى شي.
عيني شاهدانو ډيوه راډيو ته ويلي په کوم جومات کې چې دغه ځانمرگي بريد ترسره شوى هلته زياتره وخت خاصه دار نمونځ دپاره ورځي.
دپيښې په مهال په دغه جومات کې د٢٥٠ؤ څخه نيولې تر ٣٠٠ؤ نمونځ گزار موجود وؤ.
بل لوري ته دپاکستان جمهوررئيس اصف عي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي دجمرود ځانمرگي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG