لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري : دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اړه حکومت امريکا سره تماس نيولى دى


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه سيمه ييزه ستونزه ده اؤ پاکستان په پوره اخلاص دغه جگړې ته مټې رابډوهلي دي.
دبلوچستان ايالت په سرښار کوئټه کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي زرداري وويل دامريکا نوى جمهوررئيس براک اوباما دبدلون نوم دى اؤهغه هيله لري چې جمهوررئيس اوباما به پخپلو تگلارو کې غوره بدلون راولي.
نوموړي وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو په لړ کې حکومت دامريکا سره تماسونه کوي.
جمهوررئيس زياته کړه هغه داسې بدلونونه رامينځته کول غواړي چې پکې دپاکستان ښيگړه وي اؤ بلوچستان ايالت ته زياته برخه په لاس ورشي.
نوموړي وويل هغه دبلوچستان دپاره دومره زيات کار کول غواړي چې راتلونکي نسلونه يې ياد وساتي.
اصف علي زرداري باور ورکړو چې نور به دبلوچستان سره کوم زياتى نۀ کيږي.
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دا مهال دياغيانو بيلا بيلو ډلو سر راپورته کړى اؤ وخت ناوخت په حکومتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ ملي مهمات يا تنصيبات په نخښه کوي.
دبلوچستان په دغه ياغيانو کې زيات شمير خلک دازادۍ شعار هم ورکوي اؤ وايي دهغوي څخه دصوبې په ټولو حقونو ډاکه اچول شوې ده.
تيره ورځ دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس پخپله يوه مرکه کې بلوچستان دترهه گرو دمرکز په نوم بللى ؤ اؤ ويلي يې وؤ دافغانستان څخه ترهه گر اوس بلوچستان ايالت ته ور اوړيدلي دي.


Keywords: Pakistan, Zardari, militants, Taliban, Baluchistan, drone, Obama, united states
XS
SM
MD
LG