لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : پاک افغان نوې تگلاره اعلان کړه


د نوې تگلارې د اعلانولو په وخت د امریکا جمهورئیس باراک اوباما ویلي القاعده او نور تندلارې ډلې په پاکستان کې پټ دي .
او القاعده په پاکستان کې د خپل خوندي ځایونونه په امریکا په فعاله توگه د بریدونو پلانونه جوړوي. ښاغلي اوباما زیاته کړه پاکستان ته به د دوي پرضد عملي گام اخستل وي.
د ترهگرو پرضد جگړه کې د پاکستان سره د ملاتړ لپاره هغه په کانگرس غږ وکړو چې د پاکستان لپاره دې د راتلونکو پنځو کالو لپاره هر کال د یو نیم ملیاردو ډالرو ورکولو پلان منظور کړي.
ښاغلي اوباما ویل چې په افغانستان کې وضعه ډیره زیاته خرابه ده ، د امریکایي ناټو، او ایتلافي ځواکونو پرضد بریدونه په تېرو اووه کالو کې زیات شوي دي.
ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د نوې تگلارې مقصد د القاعده او د هغوي ملگري د منځه وړل ، پاکستان کې د دوي خوندی ځایونه ختمول او په افغانستان کې د دوي بیا یوځاې کیدو مخه نیول دي.
نوموړی وویل چې القاعده او ترهگر یو کینسر یا سرطان رنځ دی چې پاکستان د دننه نه خوري.
ښاغلي اوباما وویل افغانستان ته به د افغان ځواکونو د تربیه لپاره څلور زره امریکایي ځواکونه لیږي کوم چې به د وړاندې نه اعلان کړل شوو ١٧٠٠٠ ځواکونو نه علاوه وي.
ښاغلي اوباما په ترهگرو هم غږ وکړو او وی ویل چې امریکا به القاعده او ترهگرو ته ماتې ورکوي.

Keywords: President, Barack, Obama, Afghanistan, Paksitan, Taliban, alqaida, terror

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG