لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ، افغانستان حکومتونو د نوې تگلارې هرکلی کړی دی


افغان حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما لخوا وړاندې کړل شوي نوي تگلارې هرکلې کړی دی.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده د افغان ځواکونو د تربیه کولو لپاره نور امریکایی ځواکونو لیږلو هم هر کلی کړی او ویلی چې افغان حکومت د باراک اوباما نوې تگلاری سره موافعقه دی.
ویاند زیاته کړه چې افغانستان په خصوصي توگه د امریکا جمهوررئیس ددغه بیان هرکلی کوي چې د القاعده خطر پاکستان کې دننه دی.
تمه کیږي چې افغان جمهوررئیس حامد کرزی به سبا په یو مطبوعاتي کانفرنس کې په نوي تگلارې خپل نظر وړاندې کوي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني هم د تگلارې اعلانېدو وروسته په یو بیان کې ویلي چې حکومت یې د نوی تگلارې ملاتړ کوي.
ښاغلي گېلاني وویل چې هېواد خاوره به یې د ترهگرۍ فعالیتونو لپاره کارولو ته ورنه کړل شي.
نوموړي د امریکا جمهوررئیس باراک د هغه وینا هم هر کلی کړی چې وایی پاکستان قبایلی سیمو کې به د پرمختیا کارونه کوي او زیاته یې کړه یوازې د طاقت استعمال د ستنونزې حل نه دی.



Keywords: Afghanistan, Pakistan, government, president, Barack, Obama, Gillani, yousuf

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG