لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسي : پوځي عملياتو کې ١٢تندلاري وژل شوي دي


يو امنيتي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي دپاکستان قبائيلي سيمې موممند ايجنسۍ په ميچنۍ سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي چې له امله يې ١٢ تندلاري وژل شوي.
هغۀ وويل امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په دغو عملياتو کې جنگي الوتکې وکارولې چې پکې ١٢ تندلاري ووژل شول اؤ ٨ نور ژوبل دي.
هغۀ زياته کړه دعملياتو په مهال دتندلارو يوه ځاله هم له مينځه تللې اؤ ادعا وکړه امنيتي ځواکونو ته هيڅ رقم ځاني يا مالي زيان نۀ دى اوښتى.
له ازادو سرچينو څخه دمړو دقيقه شميره ځکه معلومه نۀ شوه چې سيمه دپوځي عملياتو له امله تړل شوې ده.
دځايې انتظاميې چارواکي سيد احمدجان وويل په مهمند ايجنسۍ کې دځمکنيو عملياتو پيل کيدلو څخه دمخه دشپې کرفيو پځايې کړل شوې ده.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو په سيمه کې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې اؤ دتندلارو په ضد کوټلي عمليات روان دي.
دسرچينو وينا ده دتندلارو په ضد دعملياتو په مهال پيرکلا څخه ميچنۍ پل پورې سړک دتگ راتگ لپاره تړل شوى دى.
دلټونې عمليات هم په سفيري، مولا غني بابا، بهايي کور اؤ نورو سيمو کې دتندلارو دموجوديت په اطلاع روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG