لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري  پنجاب کې د گورنر راج ختمولو سفارش کړی


د پاکستان جمهوررئیس آصف زرداري د پارلمان گډی غونډی ته خپله وینا کې په پنجاب صوبه کې د گورنر راج د ختمولو سفارش کړی دی.
نوموړی ویلي چې پیپلز گوند به په پنجاب کې په مخالفو ډلو څوکیو کېښني.
ښاغلي زرداري چې د پیپلز گوند مرستیال مشر هم دی زیاته کړه گوند به یې پنجاب کې مسلم لیگ (ن) کاندید مرسته کوي.
ښاغلي زرداري د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما لخوا پاکستان افغانستان لپاره وړاندې کړل شوي نوی تگلارې هرکلی کړی دی او ویلي چې پاکستان ترهگرۍ پرضد مبارزه خپلو گټو لپاره کوي.
ښاغلي زرداري په قبایلي سیمو کې د ایف سي ار قانون په اړه وویل چې دغه قانون کې بدلون کولی شي.
اصف علي زرداري وړاندیز کړى دى چې د58(2)B ختمولو لپاره دې په ټولو سياسي گوندونو مشتمله يوه کميټه جوړه کړل شي.
دهغۀ وينا وه په بلوچستان کې زياتې ستونزو سره مخ يو اؤ حکومت دبلوچستان اوږد مهاله ستونزې دپارلمان له لارې هوارول غواړي.
دپاکستان جمهوررئيس وويل حکومت دقاضيانو پځايې کولو سره دبې نظير بوټو ژمنه پوره کړه.
دهغۀ وينا وه دهغه دميرمنې بې نظير بوټو وژنه دسيمې دبې ثباتۍ لپاره يوه هڅه وه اؤ دهغې وژنه نۀ يواځې دډيموکراسۍ بلکې دهيواد په ضد هم يوه دسيسه وه.
دجمهوررئيس لخوا پارلمان ته دوينا په مهال دپاکستان دڅلورو واړو صوبو گورنران، وزراء اعلي، ددريواړو وسله والو پوځونو مشران، سفارت کاران،بلاول بوټو زرداري اؤ دسياسي گوندونو مشران موجود وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG