لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هالبروک : امريکا دپاکستان داستخباراتي شبکو په نظام شکونه لري


يو امريکايي تيليويزيون سره مرکه کې ښاغلي هالبروک وويل امريکا دپاکستان داستخباراتي شبکو دتماسونود نظام په هکله يو څه شکونه لري چې په اړه به يې دپاکستان لوړپوړو چارواکو سره راتلونکې اوونۍ کې خبرې کيږي.
دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي رچرډ هالبروک وويل دپاکستان اؤ امريکا داستخباراتي شبکو ترمينځ دباور پځايې کيدلو څخه پرته دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې برياليتوب نۀ شي موندل کيدلى.
بل لوري ته په واشنگټن کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي هالبروک وويل دپاکستان شمال لويديزو سيمو کې دپيښو ستونزو مقابله به کول وي کومه چې دپاکستان اؤ افغانستان په هکله دامريکايي تگلارې مهمه برخه ده.
هغۀ وويل پاکستان يو خپلواکه هيواد دى چرته چې به پيښې ستونزې لويې ازميښت ثابتې شي.
دامريکا ځانگړي استازي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دجاسوسي الوتکو لخوا کيدونکو بريدونو په هکله دشوې پوښتنې دځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.
هغۀ وويل داسامه بن لادن په گډون دالقاعده مشران دا مهال دپاکستان په قبائيلي سيمو کې موجود دي.
دامريکايي سنا دبهرنيو چارو دکميټې مشر جان کيرى دپاک افغان تگلارې دهرکلي کولو په ترڅ کې دپاکستان لپاره دامدادي پيکج دبل منظورۍ کې دکوټلي ملاتړ دارادې څرگندونه وکړه.
ډيموکراټ سناتور رسل فينگولډ په نوې پاک افغان تگلاره دنيوکې کولو په ترڅ کې دافغانستان دننه دنورو پوځيانو گمارنه نامناسبه کړنلاره وگرځوله خو په مجموعي توگه امريکايي کانگريس داسپيکر نينسي پلوسي په گډون دپاک افغان تگلارې هرکلى کړى دى.

XS
SM
MD
LG