لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري:امريکادې جاسوسي الوتکي دی پا کستان ته ورکړی


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دهيواددسترمشرپه توگههغه په سوات کې دپاکستاني پوځ دعملياتوڅخه خوښ دى .

نن دگل په ورځ ژورنالستانوسره دخبروپه مهال ښاغلي زرداريوويل په دې وروستيوکې يې چين ته ددې دپاره سفرکړى ؤترڅو دترهگرۍ په ضدجگړې دپاره ځانگړي الات راوړياؤامريکاته يېهم ويلي دي جاسوسي الوتکې دې پاکستان ته ورکړي مونږ به دغه عمليات پخپله وکړو.

دپاکستان جمهوررئيس دامريکاڅخه دجاسوسي الوتکودورکولودغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې دامريکالخوادافغانستان دپاره دنوې تگلارې داعلانيدلوڅخه وروستوامريکايي لوړپوړوحکومتي اوپوځي مشرانودپاکستان په استخباراتي شبکه ايي ايس ايي تورلگولى دى چې دخپلوساتلوجنگياليولۀ لارې په افغانستان کې اړى گړى رامينځته کوي

جمهوررئيس دخبريالانوسره په خبروکې داهم وويل هغه داوولسم ائيني ترميم يابدلون دختمولوهوډکړى دى .

نوموړي وويل ځينوخلکوغوښتل دپوليسولۀ لارې دسترې محکمې پخوانى مشرقاضي عبدالحميدډوگردخپلې چوکۍ څخه لرې کړي خودغسې نۀ شوه کيدلى مونږدهغه دتقاعدانتظارکولواؤچې کله دهغه وخت پوره شونوافتخارچوهدري مودمشرقاضي په چوکۍ کښينولو.

اصف زرداري وويل دژمنونه ترسره کولوگيله يوازې دمسلم ليگ مشرنوازشريف دهغه څخه کړې ده دائتلاف نورملگري دهغه څخه دغه رقم کومه گيله نۀ لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG