لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهورکښې دپوليسو د تربېې په مرکز بريد ٢٧ کسان مړه،٩٠ژوبل شول


دپاکستان دپنجاب ايالت په پلازمينه لاهور کې نندگل په ورځ د١٠ؤ څخه تر ١٥ؤ وسله والو د پوليسو په روزنيز مرکز په لاسي بمونو اؤد ډزو بريد کړى چې له امله يې تر دې مهاله١٢پوليسان وژل شوي اؤ شاوخوا ٩٠ نور ژوبل دي.

دغه حمله کونکی چې مخونه يېپټ کړي وؤ په لاهور کې سحر مهالدمناوا په نوم دپوليسود تربیې مرکز ته ورننوتل اؤ په روزنه بوختو پوليسو باندې يېلاسي بمونه وروغورځول اؤ ناڅاپي د ټوپکو ډزې يې پرې پيل کړې.

وسله والو په دغه روزنيز مرکز کې پوليس يرغمال ونيول اؤ زياته ځاني مرگ ژوبله يې ورواړوله.

وروسته دپيښې ځايې ته دسوونو په شمير پوليس ، درينجر اؤ پوځ ځواکونه ورورسيدل اؤ دترهه گرو څخه يې گيره تاؤ کړه.

دترهه گرو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځتر ٨ؤ ساعتو ډزو دوام ولرلو.

دترهه گرو دژوندي نيولو دپاره هيلي کاپټرې هم دپيښې ځايې ته ورورسيدې اؤ دهوا څخه يې په ترهه گرو ډزې وکړې.

پوليسودروزنيز مرکز دودانۍ څخه دوه ترهه گرژوندي نيولي اؤ دوؤ نورو تندلارو دنيونې له ويرې ځانونه په چاؤديدونکو موادو سره الوځولي دي .

په نيول شوؤ ترهگرو کې ديو نوم هجرت الله ښودل شوى دی چې دقبائيلي سيمې ميرانشاه اوسيدونکى یادیږې اؤ ١٥ ورځې وړاندې لاهور ته تللى ؤ.

دغه ترهه گر په خټه افغان ښودل کيږي.

په پيښه کې زخمي پوليس عسکرو ميډيا ته ويلي دي ترهه گرو دروزنيز مرکز دبهرني ديوال څخه په هغوي ٨ لاسي بمونه وروغورځول چې له امله يې هر طرف ته لوگي اؤ دوړې خورې شوې اؤ بيا ترهه گر په ديوال ودانۍ ته ورواؤښتل اؤ ډزې يې پيل کړې.

دبريد په مهال دپوليسو په روزنيز مرکز کې لږ ترلږه ٨٠٠ روزنه اخستونکي پوليس موجود وؤ.

عيني شاهدان وايي دغو ترهه گرو په اوږو هم هاغه رقمبيگونه تړلي وؤڅنگه چې په په ٣م مارچ په لاهور کې دسري لنکا دکرکټ په لوبډله بريد کوونکو ترهه گرو تړلي وؤ.

دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک ويلي دي دپوليسو روزنيز مرکز کې دترهه گرو په ضد عمليات سرته رسيدلي اؤ امنيتي ځواکونو په دغه مرکز بشپړ واک ترلاسه کړ ى دى.

دهغه وينا وه ٤ ترهه گر دعملياتو په مهال وژل شوي اؤ ځينې نور ژوندي نيول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG