لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو: ځانمرگي بريد کې ٤ عسکر وژل شوي دي


دصوبه سرحد دبنو په نيمهقبائيلي سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دځانمرگي بريد له امله ٤ عسکر وژل شوي اؤ٧ نور ژوبل شوي دي.

دايف ار بنو دپوليټيکل انتظاميې له مخې دغه بريد دبنو اؤ ميرانشاه ترمينځ په غځيدلې لويه لاره بکا خيل سيمه کې دميزائيل امنيتي پوستې ترڅنگ ترسره شوى دى.

پوليټيکل انتظاميه وايي په بريد کې دامنيتي ځواکونو يو گاډي ته زيان رسيدلى دى.

ژوبل کسانو کې دخاصه دار ځواک ٣ غړي فهيم الدين، عمران اؤ افتخار شامل دي.

په پيښه کې ژوبل شوي کسان دبنو روغتون ته رسول شوي اؤ امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې ده.

بل لوري ته دصوبه سرحد په کوز دير سيمه کېدوسله والو په ډزو دپوليسو دسيمه ييز مشر خورشيد خان اؤ دپخوانى ضلعي ناظم عالمزيب خان په گډون ٥ کسان وژل شوي دي.

دغه کسان پرون داتوار په ورځ هاغه مهال وسله والو وژلي وؤ کله چې وسله والو دسيمې څخه ديو شخصي بانک افسر وتښتولواؤ قامي لښکر دهغوي په نيولو پسې ورووتلو.

په دغه مهال وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې ٥ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG