لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيت الله محسود دلاهور دبريد مسؤليت په غاړه اخستى دى


دپاکستان طالبانو دغورځنگ مشر بيت الله محسود تيره ورځ دپاکستان لاهور ښار کې د پوليسو په مرکز بريد مسؤليت په غاړه اخستى. نوموړی وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته په ټیلي فون ویلي چې برید د جاسو الوتکو لخوا د بریدونو انتقام دی. د طالبانو مشر بیت الله محسود نه پوښتنه وشوه چې ایا لاهور کې د سرې لنکا د کرکټ په ډلې هم دوی برید کړی نو هغه وویل چې ددغه برید په اړه څه ویلي نه شي.
محسود دړکه وکړه چې په راتلونکې به هم دغسې بريدونه پاکستان، افغانستان کې ترسره کړي اؤ تر دې چې دهغوي جنگيالي به ددغو بريدونو لمنه تر امريکا وروغځوي.
افغانستان ته دقبائيلي سيمو څخه داوړيدونکو جنگيالو په مخنيوي کې دناکاميدلو له امله امريکا په قبائيلي سيمو کې تر دې دمه دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې له ٣٥ؤ څخه زيات بريدونه ترسره کړي چې پکې دالقاعده اؤ دطالبانو دمهمو مشرانو په گډون له ٣٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
تيليفوني خبرو کې بيت الله محسود وويل ددغه بريد پړه پخپله غاړه اخلو اؤ په راتلونکې کې به هم دغسې بريدونو ته دوام ورکړو.
هغۀ وويل دغه بريد په پاکستاني کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا د ترسره شوؤ بريدونو بدله وه.
بيت الله مسحود په ٢٧م ډسمبر کال ٢٠٠٧م کې د وژل شوې پاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو په وژنه کې ککړ بلل کيږي خو هغه دبې نظير بوټو دوژنې څخه انکار کړى ؤ.
امريکا تيره اوونۍ دبيت الله محسود په نيونه کې دمرستې کوونکي يا دهغۀ دځالې په نخښه کوونکي لپاره د ٥٠ؤ لکو ډالرو انعام منلى ؤ.
دپاکستان دصدراعظم لپاره دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک پرون دگل په ورځ ويلي وؤ په لاهور کې دترسره شوي بريد په شا لاس لرونکي جنگيالي دبيت الله محسود ملگري وؤ اؤ هغوي له جنوبي وزيرستان څخه راغلي وؤ.
ښاغلي ملک دا هم ويلي وؤ چې ددغو جنگيالو څخه يو نيول شوى هم دى چې په خټه افغان اؤ ١٥ ورځې دمخه لاهور ته راغلى ؤ.

Keywords: Pakistan, Taliban, militants, Mahsood, Lahore, police, militants

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG