لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا لخوا پاکستان کې پخپلو وگړو دبيدار اوسيدلو غږ


دامريکا دبهرنيو چارو محکمې دپاکستان دپنجاب ايالت په لاهور ښار کې دپوليسو دتربيې په مرکز بريد غندنه کړې اؤ ويلي يې دي دغه بريد په پوليسو نۀ بلکې په پاکستان شوى دى.
دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې وياند جان ډوگوئيډ ويلي دي دلاهور بريد ددې خبرې څرگندونه کوي چې پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې نړيوالې مرستې ته اړتيا لري.
دهغه وينا وه په لاهور کې دپوليسو دتربيې په مرکز ترسره شوى بريد په اصل کې دپاکستان په سلامتۍ بريد ؤ.
وياند ددغه بريد څخه وروسته په پاکستان کې ميشتو امريکايانو ته دبيداره اوسيدو غږ کړى دى.
همدغه راز دامريکا دبهرنيو چارو ددفتر لخوا په يو جاري شوي بيان کې ويل شوي امريکادپوليسو دتربيې په مرکز دترسره شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه کوي.
دبيان له مخې دترهه گرو ډلې دپاکستان دپاره گواښ دى اؤ دپاکستان حکومت دترهه گرۍ په ضد جگړه کې کوټلې ولوله لري اؤ واشنگن به دترهه گرۍ دستونزې څخه دژغورنې دپاره دپاکستان مرستې ته دوام ورکوي.
بل لوري ته دبرټانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ دلاهور دپيښې دغندنې کولو په ترڅ کې ويلي دي دغه بريد مونږ ته ياد راکوي چې پاکستان داړي گړي اؤ تندلاريتوب سره مخ دى.
نوموړي زياته کړې ده دپاکستان اؤ دنړۍ دثبات په خاطر دتندلاريتوب دگواښ دمقابلې دپاره بايد نړيواله ټولنه پاکستان سره مرستو کولو ته وروړاندې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG