لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزئ ايجنسۍ : دجاسوسي الوتکو بريد کې ١٢ تندلاري وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمې اورکزئ ايجنسۍ کې په لمړي ځل امريکايي جاسوسي الوتکو دحکيم الله محسود تر مشرۍ لاندې تندلارو په روزنيز مرکز بريد کړى چې له امله يې ١٢ تندلاري وژل شوي اؤ له ١٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
امريکايي جاسوسي الوتکو دغه بريد نن سحر شاوخوا ١٠ بجې په په خديزۍ سيمه کې دجنگيالو په دغه روزنيز مرکز کې دتندلارو دموجوديت په اطلاع وکړو.
يو ځايې استخباراتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط بهرني خبري اژانس ته وويل دبريد په مهال په دغه روزنيز مرکز کې شاوخوا ٣٠ تندلاري موجود وؤ.
هغۀ وويل طالبانو دملبې څخه دمړو اؤ ټپيانو د راويستلو کار پيل کړى اؤ هغوي نامعلوم ځايې ته منتقلوي.
دوؤ نورو لوړپوړو استخباراتي چارواکو وويل هغوي باور کوي په دغه بريد کې دمحسود دنزدې ملگرو په گډون ١٢ تندلاري وژل شوي دي.
هغوي وويل دوژل شوؤ دپيژندگلو په هکله ځکه څه نۀ شي ويلى چې طالبانو له بريد وروسته سمدستي سيمه پخپله ولکه کې واخسته.
دسرچينو له مخې امريکايي جاسوسي الوتکو په اورکزو ايجنسۍ کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرستيال حکيم الله محسود تر مشرۍ لاندې روزنيز مرکز باندې دوه گائيډډ ميزائيل وداغل چې له امله يې ١٢ تندلاري ووژل شول اؤ له ١٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
ژوبل تندلاري دتداوۍ لپاره خلجو روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي اؤ له دې امله دمړو په شميره کې دزياتوالي انديښنه ده.
ځايې خلک وايي څه موده وړاندې به دغه مرکز ته غيرملکي جنگيالي هم دروزنې لپاره ورتلل خو په دغه اوسني بريد کې دغيرملکيانو دمړينې په هکله کوم اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
له بريد وروسته دمواصلاتو نظام هم تباه شوى دى.
دغه بريد په اورکزو کې لمړى بريد دى چې ترې څرگنديږي امريکا دجنگيالو دتگ راتگ محدودلو لپاره دجاسوسي الوتکو دبريدونو لمنه دپاکستان نورو سيمو پورې هم غځولى شي
دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په اورکزو دغه بريد دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود لخوا په امريکا دبريد کولو ددړکې څخه يواځې يوه ورځ وروسته شوى دى.

Keywords: Pakistan, Fata, Orakzai, agency, spying, militants, drone


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG