لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : درحمان بابا کليز عرس ځنډول شوى دى


په صوبه سرحد کې دامنيت دخرابې وضعې اؤ درحمان بابا په مزار د ترسره شوي بريد څخه وروسته دپښتو ژبې دستر شاعر عبدالرحمان کليز عرس ځنډول شوى دى.
درحمان بابا عرس دتيرو ٤٧ؤ کالو راهسې رحمان ادبي جرگه په پيښور کې درحمان بابا په مزار هر کال په پرله پسې ډول نمانځي چې پکې دپاکستان اؤ افغانستان په گډون دنړۍ ديو شمير هيوادونو څخه شاعران، اديبان اؤ درحمان بابا عقيدت مند برخه اخلي.
دغه عرس په ١٩٧١ء کې يو ځل وړاندې هم له دې امله نۀ ؤ نمانځل شوى چې په هيواد کې دامنيت له لحاظه سخت اړى گړى اؤ سياسي تاؤتريخوالى خور ؤ.
نن دشورو په ورځ درحمان بابادعرس دځنډولو په هکله يو مطبوعاتي کانفرنس اؤ وروسته ډيوه راډيو سره دځانګړو خبرو په مهال درحمان ادبي جرگې صدر يوسف علي دلسوز ، ستر سکتر ملک وزير اؤ درحمان بابا المسيح سلطان محمد دردمند وويل درحمان بابا په مزار دترسره شوي بريد څخه وروسته دپيښور دپرمختيايي ادارې پي ډي اى اؤ څيړنيزو ادارو لخوا په برابر شوي راپور کې خبردارى ورکړل شوى چې درحمان بابا په مزار ولاړه وداني څه وخت هم راغورځيدلى شي.
هغوي وويل درحمان بابا په مزار دترسره شوي بريد له امله دغه ودانۍ ته سخت زيان رسيدلى اؤ امنيتي اؤ حکومت ادارو درحمان بابا په مزار کې ځايې پځايې بينرونه لگولي چې پکې خلکو ته درحمان بابا مزار ته دننوتلې څخه دډډې کولو وينا شوې ده.
درحمان ادبي جرگې مشرانو زياته کړه په ٤م اؤ٥م اپريل درحمان بابا کليز عرس ټاکل شوى ؤ خوترڅو چې دمزار وداني بيا دسره نۀ وي جوړه کړل شوي نو دغلته عرس کول دخلکو ژوند ته خطرې پيښولى شي.
نوموړو وويل هر کله چې حکومت درحمان بابا په مزار وداني بيا دسره جوړه کړي نو درحمان بابا عرس به په پوره درناوي سره نمانځل کيږي.
له دې وړاندې دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په مرکه کې ويلي وؤ حکومت اؤ اولس دواړه درحمان بابا مقام ته يو شان درناوى لري خو په صوبه کې دامنيت دگډې وډې وضعې له امله حکومت دداسې کوم گام اخستو اجازه نۀ شي ورکولى چې اولس ته پکې دسرونو گواښ پيښيدلى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG