لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دير :بريد کې لږ تر لږه څلور پوليس وژل شوي دي


دصوبه سرحد په بر دير سيمه کې دپوليسو په يو گاډي د نامعلومو کسانو بريد کې دپوليس تاڼې دمشر(ايس ايچ او) په گډون لږ تر لږه څلور پوليس وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې نامعلومو وسله والو په شيرنگل سيمه کې دپوليسو په گاډى لمړى ډزې اؤ وروسته راکټونه وداغل چې له امله يې دايس ايچ او په گډون ٥ پوليسان ووژل شول.
له پيښې وروسته وسله وال په تيښته کې بريالي شوي دي.
دير دصوبه سرحد دسوات اؤ قبائيلي سيمې باجوړ سره په پوله پرته سيمه ده چې پکې تندلاري وخت ناوخت په امنيتي ځواکونو اؤ لوړپوړو انتظامي چارواکو بريدونه کوي.
اوړمه ورځ هم په دغه سيمه کې دوسله والو په ډزو سره دپوليسو ديو مشر اؤ پخواني ضلعي ناظم په گډون ٥ کسان وژل شوي وؤ. ددغه ډول بریدونو د غندلو په لړ کې ددیر په بیلابیلو سیمو کې احتجاجونه او هړتالونه شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG