لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما : القاعده پاکستان څخه په امريکا دبريد پلان جوړوي


دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما ویلي دځمکې په هره برخه به القاعده پسې ورځو اؤ ددغه ډلې دله مينځه وړلو وروسته به دقلارې ساه اخلو.
په لندن کې برټانوي صدراعظم گورډن براؤن سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي اوباما وویل دپاکستان اؤ افغانستان په اړه دامريکا تگلاره په ډاگه ده.
نوموړي وويل دالقاعده دله مينځه وړل دپاکستان اؤ افغانستان دواړو په گټه دي.
دهغۀ وينا وه افغانستان به دالقاعده ځالې جوړيدو ته پرې نۀ ږدو اؤ دافغان اولس ژغورنه دټولو گډ مسؤليت دى.
امريکايي جمهوررئيس وويل دترهگرۍ پر ضد جگړه کې دپاکستان کردارزړۀ پورې دى.
نوموړي وويل داټومي خطرو دله مينځه وړلو لپاره به سخت گامونه اخستل وي.
تيره ورځ دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود ډيوه راډيو سره په يوه مرکه کې دړکه کړې وه چې دهغه دډلې جنګيالي به دخپلو بريدونو لمنه تر امريکا وروغځوي.
پخپل وار سره مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دبرټانيې صدراعظم گورډن براؤن وويل دنړيوال معاشي کړکيچ لپاره به امريکا اؤ برټانيې ته په گډه کار کول وي.
هغۀ اوباما سره دشوې ليدنې په هکله وويل په دغه ليدنه کې دافغانستان دبيارغونې په هکله هم خبرې وشوې ځکه چې په سيمه کې دامن وامان لپاره افغانستان کې امنيت ته زياته اړتيا ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG