لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انقره : پاکستان اؤ افغانستان به استخباراتي معلومات شریکوی


دافغانستان اؤ پاکستان جمهوررئيسانو په دې خبره موافقه کړې ده چې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې دله مينځه وړلو لپاره به يو بل سره استخباراتي معلومات شريکوي اؤ ټولې گيلې مانې به خپلو کې سره دخبرو اترو له لارې له مينځه وړي.
په ترکي کې ددرې فريقي کميسيون دغونډې په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دخپل افغان سيال حامد کرزي سره وليدل اؤ ورسره يې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې ، دپاکستان اؤ افغانستان دگډې پولې دوضعيت، دسيمې اؤ نړۍ دمهمو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه ليدنه کې دواړه مشران په دې خبره صلاح شول چې ترهه گر اؤ تندلاري نۀ يواځې دافغانستان اؤ پاکستان دامنيت اؤ ثبات دپاره گواښ دى بلکې دسيمې اؤ نړۍ امنيت ته يې هم گواښونه څيلمه کړي دي.
دسرچينو له مخې دواړو مشرانو په دې خبره ټينگار وکړو چې په سيمه کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې له مينځه وړلو دپاره بايد افغانستان اؤ پاکستان خپلو کې سره داستخباراتي معلوماتو راکړې ورکړې ته تقويت ورکړي اؤ په گډه دې دترهه گرۍ ستونزه له مينځه يوسي.
په سيمه کې دتاؤتريخوالي دله مينځه وړلو لپاره دپاکستان ، افغانستان اؤ ترکيې ترمينځ درې فرقه ييزه خبرې اترې نن دترکيې په پلازمينه انقره کې ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دپاره دامريکا دنوې تگلارې اعلانيدلو څخه وروستو امريکايي پوځي اؤ حکومتي چارواکو دپاکستان په ضدداسې تورونو ته دوام ورکړى دى چې ددغه هيواد استخباراتي شبکه ايي ايس ايي پټ په پټه دطالبانو پالنه کوي اؤ په افغانستان کې کيدونکو بريدونو ته يې لمسوي.
خوپاکستان دغسې تورونه ردوي اؤ وايي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ يې ورکړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG