لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند : په نښتو کې ٢٠ طالب جنگیالی وژل شوي دي


افغانستان کې ایتلافي ځواکونو ویلي چې افغان ځواکونو سره یې په گډه د جنگیالو پرضد تر سره شوو عملیاتو کې ٢٠ جنگیالي وژل شوي دي.
ایتلافي ځواکونو لخوا خپور کړې شوي بیانیه وایي ځواکونه یې په هلمند ولایت په کجکي اولسوالۍ په گزمه بوخت وؤ چې جنگیالو پربرید وکړو.
بیانیه زیاتوي چې ایتلافي ځواکونو په ځوابي ډزو او هوایی کمک د لارې جنگیالو ته زیان اړولی دی.
بیانیه کې ایتلافي ځواکونو ته زیان په اړه څه نه دی ویلي شوي.
سویلي افغانستان د طالب جنگیالو د یاغیتوب مرکز دی او د نهې په ورځ هم ایتلافي ځواکونو سره په نښته کې په دغه سیمه کې ٣٠ جنگیالي وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG