لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان :  دجاسوسي الوتکو بريد کې ١٣ کسان وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالی وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې ١٣ کسان وژل شوي دي.
ويل کيږي په وژل شوؤ کې القاعده پسې مربوط ځينې بهرني جنگيالي هم شامل دي.
دغه بريد دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه په دته خيل سيمه کې دځايې اوسيدونکي طارق خان نومې سړي په کور ترسره شوى دى.
دسرچينو له مخې جاسوسي الوتکو په دغه کور دوه ميزائيل داغلي دي.
دامريکايي جمهوررئيس باراک اوباما لخوا پاکستان اؤ افغانستان لپاره دنوې امريکايي ستراتيژۍ په ډاگه کولو وروستو دادپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو دوهم بريد دى چې دتندلارو په ضد ترسره کيږي.
دغه اوسنى بريد په داسې حال کې ترسره شوى دى چې تيره ورځ دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دناټو دغړو هيوادونو دغونډې په مهال وويل افغانستان کې دجگړې گټلو دپاره ضروري ده چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دالقاعده اؤ طالبانو مخه ونيول شي.
په قبائيلي سيمو کې تر دې دمه دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې له ٣٦ؤ څخه زيات بريدونه ترسره
کړي چې پکې دالقاعده اؤ دطالبانو دمهمو مشرانو په گډون له ٣٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالباسط خان تيره ورځ خبريالانو ته ويلي وؤ په راتلونکې اوونۍ کې د پاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا دځانگړي استازي رچرډ هالبروک اسلام اباد ته دسفر په مهال به هغه سره دبې پيلوټه الوتکو دبريدونو په هکله خبرې اترې کولى شي.
امريکايي چارواکي اؤ افغانستان کې ميشت دناټو پوځيان په دې نظر دي چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټ ترهه گر افغانستان کې بريدونه کوي اؤ بيا خپلو خوندي پټن ځائيونو ته ورستنيږي.

:Keyword: Pakistan, Drone, militants, attacks, taliban, spying, afghanistan

XS
SM
MD
LG