لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميران شاه : ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي


د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلې سیمې شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې په امنيتي ځواکونو دځانمرگي بريد له امله څلور کسان وژل شوي دي.

ويل کيږي په وژل شوؤ کې درې ماشومان هم شامل دي.

دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي نن دخالي په غرمه دامنيتي عسکرو يو کاروان دبنو څخه ميران شاه ته روان ؤ چې په دغه مهال نيول کالونۍ کې يوتن ځانمرگي د هغوي کاروان سره د خپل گاډي دټکر کولو هڅه وکړه.

سرچينې وايي کله چې پوځيان په بريد کوونکي پوهه شول نو په هغه يې ډزې وکړې اؤ ددغه ډزو سره په گاډي کې درنه چاؤدنه وشوه.

ويل کيږي ځانمرگي دغه گاډى دبارودو څخه ډک کړى ؤ.

له پيښې څخه وروسته دپيښې دځايې څخه گيره تاؤ کړه اؤ ميرانشاه بازار په بشپړ ډول تړل شوى دى.

دپاکستاني پوځونو وياند وايي په دغه پيښه کې درې دمليشې عسکر سرسري ژوبل شوي دي.

جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني ددغه ځانمرگي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG