لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملگرو ملتونو چارواکی جان سوليکي امريکا ته روان شوى دى


دتښتوونکو دمنگولو څخه ددؤؤ مياشتو له بند وروسته خوشې شوى دملگرو ملتونومامورجان سوليکي نن داتوار په ورځ امريکا ته ليږول شوى دى.

نوموړى نن دبلوچستان ايالت دکوئټې دهوايي مرکز څخه دملگرو ملتونو ديوې ځانگړې الوتکې د لارې امريکا ته روان شو.

دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې سيمه ييز مشر امريکايي نژاد جان سوليکي دروان کال په دوهمه فرورۍ دکوئټې دچمن هاؤسنگ څخه هاغه وخت تښتول شوى ؤ چې دکور څخه دفتر ته روان ؤ.

دتښتوونکو په ډزو دهغه ډرائيور هاشم رضا وژل شوى ؤ.

وروستو ديو ناپيژندلي تندروه تنظيم (دبلوچ ازادي خوښو ديو والي محاذ) وسله والو دهغه دتښتونې مسؤليت پخپله غاړه واخستو.

دغه وسله والو دجان سوليکي دپريښودو په بدل کې دپاکستان دحکومت څخه دخپلو بندي ملگرو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه اؤ څو څو ځل يې دجان سوليکي دوژنې دپاره نيټې هم ټاکلې وې.

پرون دبلوچ ازادي خوښو ديو والي دمحاذ يو تن وياند خبريالانو ته ويلي وؤ جان سوليکي يې دروغ نيتۍ په جذبه پريښى دى.

نوموړي دا هم ويلي وؤ دهغهدخوشې کولو سره بلوچان نړۍ ته دا تاثر ورکول غواړي چې بلوچ يو مهذب قام دى.

دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې وياندهدنیا اسلم خان وائس اف امريکا ته ويلي دي دخوشې کيدلو څخه وروسته جان سوليکي په خيروو خو ستړى ، خفه اؤ کمزورى ښکاريدلو.

دنیا اسلم خان له مخې جان سوليکي دسازبازپه اساس نۀ دى پريښودل شوى بلکې تښتوونکو پرته له کوم شرط څخه خوشې کړى دى.

بلخوا دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دجان سوليکي په خوشې کيدو دخوشحالۍ څرگندونه کړې ده اؤ دهغه دخوشې کولو په هڅو يې دپاکستان دجمهوررئيس اؤ نورو اړونده چارواکو هڅې ستائيلې دي.

XS
SM
MD
LG