لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هالبروک اؤ مائيک مولن اسلام اباد ته رسيدلي دي


دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړى استازى رچرډ هالبروک اؤ دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان په سفر نن دگل په ورځ پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلي دي.

دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما لخوا دپاکستان اؤ افغانستان په هکله دنوې ستراتيژۍ له اعلانولو وروسته سيمې ته دا دلوړپوړو امريکايي چارواکو لمړى سفر دى.

دغو دواړو مشرانو اوړمه ورځ دکابل څخه دليدنې په مهال دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي اؤ نورو مهمو مشرانو په ليدنو کې ډاډ څرگند کړى ؤ چې امريکا به افغانستان کې دثبات دپاره نور ١٧ زره پوځيان رااستوي.

پاکستان کې به دخپلې ايسارتيا په مهال ښاغلى هالبروک اؤمائيکل مولن دجمهوررئيس اصف علي زرداري ، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ويني اؤ ورسره به دترهه گرۍ دستونزې په اړه خيالات شریکوي.

پاکستاني چارواکو له مخې په ډاگه کړې ده چې درچرډ هالبروک اؤ مائيکل مولن سره په ليدلو کې به دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو په ستونزه هم خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG