لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوبامه وائې امریکا د اسلام سره په جنگ نه ده


د امریکا جمهوررئیس براک حسین اوبامه دغه خبره د گل په ورځ ترکې ته د سفر په محال ووکړه.

د ترکې په انکره ښار کې د پارلیمان غړو تهوینا کې براک اوبامه د اسلامې نړۍ نه د مرستې غوتنه ووکړه. هغه وومنله چې په دې ورستې کلونو کې د واشگټن اړیکې د ترکې په گډون نورو اسلامې هیوادونو سره کړکیچ سره مخ شوې وو.

د واک ترلاسه کولو ورسته، براک اوبامه دا دژمنه کړې وه چېد حکومت په لومړې سلو ورځو کې به کوم اسلامې هیواد کې وینا کوې.

په انکره کې خپله وینا کې، براک اوبامه د تند روۍ ختمولو په لړ کې د اسلامې نړۍ نه د ملاتړ غتنه ووکړه.

هغه وویل چې امریکا مسلمانانو سره یواځې القاعدې سره د شریک مخالفت په اساس نه بلکه د یو بل لپاره د احترام په اساس پراخ بنسټه همکارې غواړې.

براک اوبامه وویل د گڼړ شمیر نورو امریکایانو په زیر هغه هم د داسې کورنۍ سره تړون لرې چې یو څه غړې ېې مسلمانان دې.

د امریکا جمهوررئیس به داهفته په ترکې کې په کلتورې اړیکو یو کانفرنس کې هم ونډه اخلې. د ملگرو ملتونو په دې غونډه کې به د ایران پخوانی جمهوررئیسمحمد خاتمې هم برخه اخلې او ایرانې مطبوعاتو کې دا اندازې هم راپورته شوې دې چې براک اوبامه او محمد خاتمې به سره ووینې. امریکا په دغه امکان څه نه دې ویلې.

په عراق او په افغانستان کې د جنگونو او د ترهگرۍ پر ضد پالیسۍ په وجه د پخوانې جمهوررئیس جارج بوش په واک کې د امریکا پر ضد په اسلامې نړۍ په خصوصې توگه زیاتوالی راغلی وو.

XS
SM
MD
LG