لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې نظير بوټو دوژنې پلټنو لپاره دملگرو ملتونو ډله پاکستان ته رسيدلې ده


دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې اؤ دپيپلز گوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو دوژنې پلټنو لپاره دملگرو ملتونو لمړۍ څيړنيزه ډله په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسيدلې اؤ دهغې دوژنې دپيښې په هکله يې پلټنې پيل کړي دي.
ددغه ډلې مشري مارک کواټرمين کوي.
دملگرو ملتونو دغې ډلې دپاکستان د څيړنيزې ډلې اؤ په پاکستان کې دبرټانيې دپوليسو (سکاټ لينډ يارډ) لخوا دترسره شوؤ پلټنو راپور غوښتى دى.
سرچينې وايي ددغه څيړنيزې ډلې دراتگ خبره بيخي پټه ساتل شوې ده چې لامل يې امنيتي انديښنې ښودل کيږي.
دپاکستان حکومت پريکړه کړې وه چې دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې څيړنې به دملگرو ملتونو له لارې کوي اؤ ددغه غرض لپاره يې تير کال ملگرو ملتونو ته په رسمي ډول خواست کړى ؤ.
دغه ډله به دبې نظير بوټو دوژنې دپلټنو په هکله دمرکزي څيړنيز کميسيون لپاره دتکنيکي اؤ امنيتي مرستو په هکله دجاج اخستنې راپور برابروي.
هيله کيږي دغه ډله به په پينډۍ کې دبې نظير بوټو دوژنې دځايې دجاج اخستو لپاره دپوليس اؤ قانون پځايې کوونکو ادارو چارواکو سره وويني.



Keywords: Benazir, Bhutto, united nations, peoples party, defense, militants,


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG