لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري بيا امريکا څخه جاسوسي الوتکې غوښتې دي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري يو وارې بيا دامريکا څخه غوښتنه کړې ده چې په قبائيلي سيمو کې دپټو ترهه گرو دويشتلو لپاره دې پاکستان ته جاسوسي الوتکې ورکړي.
دبرټانوي ورځپاڼې سره مرکه کې ښاغلي زرداري وويل کۀ چرې پاکستان ته جاسوسي الوتکې ورکړل شي نو مونږ به پخپله په قبائيلي سيمو کې دترهگرو پر ضد گټور عمليات وکړو اؤ دهغوي ځالې به له مينځه يوسو.
جمهوررئيس ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ملگري وي کۀ ائتلافيان هيچا ته هم پاکستان پخپله خاوره دعملياتو کولواجازه نۀ ورکوي.
دنوموړي وينا وه امريکايي جمهوررئيس باراک اوباما په ډاگه کړې ده چې امريکايي ځواکونه به يواځې هاغه مهال په پاکستان کې عمليات وکړي چې پاکستان پخپله خاوره دترهگرو په ضد عملياتو ته غاړه نۀ ږدي.
زرداري وويل خو مونږ دترهه گرۍ په ضد پخپله په عملياتو بوخت يو اؤ کۀ په دې لړ کې راسره امريکا اؤ نړيواله ټولنه مرستې وکړي نوددغه جگړې به گټورې پائيلې رابرڅيره شي.
جمهوررئيس زرداري اؤ دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له دې وړاندې هم دامريکا څخه دجاسوسي الوتکو غوښتنه کړې وه خو امريکا دپاکستان ددغه غوښتنې په اړه تر اوسه په غوڅ ډول خپل دريځ نۀ دى څرگند کړى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تيره ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ومنله چې امريکايي چارواکو رچرډ هالبروک اؤ مائيکل مولن ورسره په قبائيلي سيمو کې دجاسوسي الوتکو دبريدونو په اودرولو نۀ دى صلاح شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG