لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: قامي اسمبلۍ د ډيموکراسۍ تړون عملي کولو قرارداد منظور کړی


د پاکستان قامي اسمبلۍ دجمعې په ورځ په گډ ډول قرارداد منظور کړى دى چې سپيکره به دډيموکراسۍ په تړون دعمل کولو اؤ د١٧م ائيني بدلون دختمولو لپاره دټولو پارلماني گوندونو په مشوره ځانگړې کميټه جوړوي.
نن قامي اسمبلۍ کې دوينا په مهال صدراعظم يوسف رضا گيلاني وويل ټول ناوړه قوانين به ختمولى اؤ د١٩٧٣ء اساسي قانون به پخپل اصل شکل کې بيرته پځايې کولى شي.
دصدراعظم وينا وه دامريت په وخت کې رامينځته شوى 58(2)B به له مينځه وړلى اؤ دډيموکراسۍ په تړون به بشپړ عمل باوري کولى شي.
صدراعظم وويل دهغه گوند له مخه هم د١٧م ترميم له لارې په ٣م ځل دصدراعظم په جوړيدو دبنديز مخالفت کړى ؤ اؤ اوس هم ژمنه کوي چې دغه رقم ټول انتقامي قوانين به ختمولى شي.
يوسف رضا گيلاني وويل د١٩٧٣ء داساسي قانون څخه وروسته تر ټولو مهم دستاويز دډيموکراسۍ تړون دى چې دوؤ پخوانيو صدراعظمانو بې نظير بوټو اؤ نواز شريف پرې لاسليکونه کړي دي.
هغه وويل دهيواد څخه به هاغه قانونه هم ختمولى شي چې دسياسي انتقام اخستو دپاره جوړ کړل شوي دي.
دصدراعظم وينا وه په احتساب اؤ انتقام کې دتوپير کولو دپاره به دډيموکراسۍ دتړون لاندې دريښتونولۍ اؤ جوړجاړي ملي کميسيون هم جوړولى شي.

Keywords: Pakistan, national assembly, democracy, speaker, Islamabad


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG