لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني:  امريکا دې پاکستان  ته ټولې مرستې بې له شرطونو ورکړي


دگل په ورځ په اسلام اباد کې دامريکايي سنا دبهرنيو چارود کميټې مشر سناتور جان کيري دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني سره بيلا بيلې ليدنې کړي دي.
دپاکستان صدرداعظم يوسف رضا گيلاني ويلي دي امريکا دې پاکستان ته ټولې مرستې بې له شرطونو ورکړي.
امريکايي سناتور جان کيري سره په ليدنه کې نوموړي وويل دامريکا لخوا پاکستان ته په ورکړل کيدونکو مرستو دشرطونو له امله به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گټې ترلاسه نۀ شي.
دهغۀ وينا وه نړيواله ورورولي دي دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دپاکستان مرسته وکړي.
ښاغلي گيلاني يو وارې بيا دامريکا څخه غوښتنه وکړه چې دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو بريدونو ته دپايې ټکى کيږدي.
صدراعظم وويل دجاسوسي الوتکو بريدونو له امله منفي اغيزې کيږي.
نوموړي وويل دجاسوسي الوتکو دبريدونه دگټو پځايې زيانونه رامينځته کوي اؤ امريکا ته پکار ده چې ددغو بريدونو پځايې داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې لمنه پراخه کړي.
هغۀ زياته کړه پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه پخپل ټول توان سره کوي اؤ په دغه جگړه کې يې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي دي.
ديوسف رضا گيلاني وينا وه بايد امريکا اؤ پاکستان يو بل سره ددرناوي اؤ باور په اساس اړيکې ولري.
بل لوري ته ښاغلي کيري سره په ليدنه کې جمهوررئيس زرداري وويل دامريکا په گډون ائتلافي هيوادونه دې دترهه گرۍ څخه دژغورنې لپاره پاکستان په معاشي توگه باثباته کړي.
هغۀ وويل داقتصادي پرمختيا د ساحو جوړولو لپاره دې کارتيز کړلى شي.
دهغۀ وينا وه بايد دترهگرۍ په ضد جگړې لپاره گډه تگلاره جوړه کړل شي اؤ په دې هکله به کوم فشار ونۀ منو.
نوموړي وويل دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا کيدونکي بريدونه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو په لار کې خنډان راولاړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG