لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوفې محمد:   طالبان دې ووسلې ووغورځوې


سوات کې دغيرفعاله کړل شوي تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر په وسله والو طالبانو غږ وکړو چې وسلې وغورځوي اؤ خپلو هلو ځلو ته دپايې ټکى کيږدي.

خبریالانو ته د وینا په محال هغه وویل چې ښځو ته به په سوات کې دهغوي ټول حقونه ورکول کيږي اؤ دوي په پرده کې خپل ژوند کولى شي.

مولانا صوفي محمد وويل دصوبه سرحد حکومت په اسلام اؤ وطن دمئينتوب ثبوت ورکړى اؤ دقام دښيگړې اؤ امنيت دپاره يې کار کړى دى، ځکه نو اوس به هغوي هم دحکومت سره په پراخه مټ مرسته کوي.

نوموړي پخپل زوم اؤ دسوات دطالبانو په مشر مولانا فضل الله غږ وکړو چې هغه په سيمه کې دامن دټينگښت دپاره خپلو ملگرو ته دسوله ييز ژوند دکولو وينا وکړي.

د مولانا صوفې محمد څگندونې مخ ته راغلې دې چې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په سوات کې د اسلامې نظام پرځاې کولو لپاره قانون لاس لیک کړې دی. د ا کار په داسې محال شوی دی چې امريکا ، ناټو اؤ يو شمير نورو هيوادونو دحکومت اؤ ځايې تندلارو ترمينځ دامن په شوي تړون دانديښنو څرگندونې کړي اؤ ويلي يې دي ددې سره به تندلاري نور هم پياوړي اؤ تقويه شي.

دشرعي نظام عدل په قانون دجمهوررئيس دلاسليک څخه وروسته دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک دسوات په طالبانو غږ کړى دى چې خپلې وسلې وغورځوي.

دنهې په ورځ داسلام اباد په هوايي ډگر خبريالانو ته نوموړي ويلي دي په سوات کې دشريعت پځايې کولو غوښتنه پوره کړل شوې اؤ اوس دغلته دوسلې راپورته کولو هيڅ دليل نۀ دى پاتې شوى.

هغه وويل وسله والو ډلو ته پکار دي چې په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره خپلې وسلې وغورځوي اؤ پارلمان دې دهيواد يوه ستره اداره ومني.

ځينو څيړونکو په سوات کې دشرعي نظام دپځايې کيدلو څخه وروستو داسې پوښتنې هم راولاړې کړي دي چې دصوبه سرحد په بيلا بيلو منطقو اؤ قبائيلي سيمو کې هم طالبان په پراخه کچ فعاليتونه لري.

کۀ چرې دسوات دتړون په څير دغه طالبان هم پخپلو سيمو کې دشريعت دنفاذ غوښتنه وکړي نو حکومت به دهغوي غوښتنې ته څه ځواب وايي؟

څيړونکي وايي کۀ چرې حکومت دسوات څخه وروستو په باجوړ، مهمند ،خيبر اؤ وزيرستان ايجنسيو، يا هم بنو ، کوهاټ، ډيره اسماعيل خان اؤ داسې نورو سيمو کې دطالبانو دغوښتنې په اساس شرعي نظام پځايې کوي نو په يو هيواد کې به په يو وخت دوه قانونه وجود ولري اؤ دپاکستان اساسي قانون به يوه سواليه نخښه وگرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG