لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزى :دافغانستان په هکله داوباما په تګلاره تحفظات لرو


دافغانستان جمهوررئيس حامدکرزى وايي هغه دطالب مشر ملا عمر په ګډون هاغو ټولو طالبانو ته دخبرو بلنه ورکوي چې دالقاعده دليکې څخه ځان راجلا کول غواړي.
يو پاکستاني تيليويزيوني چينل سره په مرکه کې دافغان جمهوررئيس وينا وه هغه دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان دپاره په اعلان کړل شوې تګلاره تحفظات لري.
حامد کرزي وويل کۀ چرې په پوره اخلاص سره دامريکا په دغه تګلاره عمل وکړل شو نو ستونزې له مينځه تللى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي وويل دامريکا جمهوررئيس په غټو غټو تنخاګانو صلاح کاران ټاکلي دي چې دغه صلاح کاران دافغانستان څخه ليدنې کوي اؤ بيرته ځي.
حامد کرزي وويل مونږ به دغو صلاح کارانو ته هاغه مهال هرکلى وايو چې هغوي دافغانستان خلک تربيه کړي.
دافغان جمهوررئيس وينا وه هغه دامريکا دپخواني جمهوررئيس بوش دتګلارو ملاتړ ځکه کولو چې بوش دافغان اولس دخير ښيګړې دپاره دهغه سره مرسته کوله.
دطالبانو سره دجوړجاړي په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي وويل هغه دهاغه طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دى چې دالقاعده يا بلې کومې تروريستي ډلې سره تړاؤ نۀ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG