لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک : نړيواله ټولنه دپاکستان مټې پياوړې کړي


د پاکستان اؤ افغانستا دپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ويلي دي دتندلارو اؤ ترهگرو دمخنيوي لپاره بايد نړيواله ټولنه دپاکستان مټې زياتې پياوړې کړي.
دټوکيو په کانفرنس کې رچرډ هالبروک وويل پاکستان دا وخت په سختو اقتصادي ستونزو کې راگير دى اؤ په قبائيلي سيمو کې پټ ترهگر ټوله نړۍ کې دبريدونو کولو پلانونه جوړوي.
امريکايي استازي وويل نړيوالې ټولنې ته پکار دي چې دپاکستان مټې مضبوطې کړي ترڅو دغه هيواد پخپلو قبائيلي سيمو کې دپيښو گواښونو مخه ونيول شي.
رچرډ هالبروک وويل په ټوکيو کې تيره ورځ دپاکستان لپاره اعلان کړل شوي پنځه ميليارده ډالر ه دخوښۍ خبره ده خو بايد نړيواله ټولنه پاکستان سره خپلو زياتو مرستو ته دوام ورکړي.
ښاغلي هالبروک وويل دپاکستان په پرتله دافغانستان دوضعيت مقابله کول اسان دي.
دهغۀ وينا وه دپاکستان سره دا ستونزه ده چې حکومت يې په ډاگيز ډول ويلي دي په خاوره به يې غيرملکي پوځيان عمليات نۀ کوي.
هغۀ وويل له دې امله دتندلارو دله مينځه وړلو ټول بار دپاکستان پخپلو اوږو پروت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG