لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري :د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې نړۍ دی پاکستان سره مرسته وکړي 


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي د١١م ستمبر دپيښو څخه راپديخوا دجنوبي اسياپه سيمه تر ټولو زياتې اغيزې شوي دي.
نړۍ بايددترهگرۍ ا ؤ تندلاريتوب دمخنيوي په مبارزه کې دپاکستان مرسته وکړي.
دچين په هينان ايالت کې دباؤ فورم درې ورځني کانفرنس ته دوينا په وخت جمهوررئيس وويل پاکستان دترهگرۍ اؤ تندلاريتوب پر ضد جگړه کوي.
دهغه وينا وه ترهه گري نړيوال اقتصاد اغيزمن کوي.
سيمې ، نړۍ اؤ معيشت ته دترهه گرۍ له پلوه دپيښو گواښونو څخه دځان ژغورنې لپاره به نړيوالې ټولنې ته يو موټى کيدل وي.
بايد مونږ په گډه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب مخه ونيسو.
اصف علي زرداري وويل دا مهال دټولې نړۍ پوځيان په افغانستان کې ميشته دي اؤ جنوبي اسيا دترهه گرۍ دگواښونو سره مخ ده.
ښاغلي زرداري وويل هغه دټولې نړۍ څخه ليدنه وکړه اؤ نړيوال مشرانو سره يې په ليدنو کې هغوي دسيمې دوضعيت ، ستونزو اؤ حقيقتونو څخه خبر کړل.
نوموړي دکانفرنس په برخه والو غږ وکړو چې راوړاندې شي اؤ نۀ يواځې دپاکستان مرسته وکړي بلکې دټولې سيمې اؤ نړۍ مرستې ته لاسونه بډوهي.
له دې وړاندې دچين صدراعظم وين جيا باؤ کانفرنس ته دوينا په مهال وويل باؤ کانفرنس به داسيايي هيوادونو دستونزو په هواري کې غوره لاس امداد وکړل شي.
دچين صدراعظم زياته کړه دنړيوال اقتصادي کړکيچ څخه دوتلو دپاره چين بيلا بيلې تگلارې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG