لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سرحد پولیسو په تنخواگانو کې د ١٠٠  فیصده زیاتوالي اعلان


د پاکستان صوبه سرحد وزیر اعلی امیر حيدر خان هوتي د پولیس ځواکونو په تنخواگانوکي د سل فیصده زیاتوالي اعلان کړی.
د صوبه سرحد سرښار پیښور کې د پولیسو یو دستورې ته د وینا په مهال وزیر اعلی د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د وژل شوؤ پولیس ځواکونو کورنو ته ورکوؤنکې معاوضه د لس لاکهه نه ١٥لاکهه پورې زیاتولو اعلان هم کړی. نوموړي په مرکزي حکومت غږ اوکړو چی د پولیس ځواکونو مضبوطولو او تربیی لپاره د سرحد حکومت ته زیاتی مرستې ورکړي.
د صوبه سرحد د پولیسو مشر ملک نوید ډیوه ریډیو سره په یو ځانگړې مرکه کې د وزیر اعلی د فیصلې هرکلی کړی او ویلي په تنخواگانو کې زیاتوالي او دوي ته تربیې ورکولو سره به د پولیسو کارکرد گي ښه شي.
ملک نوید ویلي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر ټولو ډیر زیان سرحد پولیسو ته رسیدلی.

XS
SM
MD
LG