لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبره دير ډي سي او تښتول شوى دى


ډي سي او عاطف الرحمان تیره ورځ دملاکنډ سيمې کمشنر سيد محمد جاويد په مشرۍ دبيلا بيلو ضلعو دسيمه ييزو تماسونو مشرانو په غونډه کې دگډون څخه وروسته بره دير ته روان وؤ چې نامعلومه وسلوالو د ډرائیور او یو ساتونکی سره وتښتوو.
دسوات دطالبانو غورځنگ تيره ورځ دسوات دبيلا بيلا سيمو څخه د٧ؤ امنيتي عسکرو دتښتونې مسؤليت پخپله غاړه اخستى خو دبره دير دډي سي او تښتونې څخه يې بې خبري ښودلې ده.
دطالبانو دغورځنگ وياند حاجي مسلم خان ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل ډي سي اودهغوي ملگرو نۀ دى تښتولى اؤ بايدپه دې لړ کې طالبان هسې تورن نۀ کړل شي.
تيره ورځ دسوات څخه دتښتول شوؤ ٧ؤ پوځيانو دتښتونې دمسؤليت په غاړه داغستو په ترڅ کې حاجي مسلم خان وويل مونږ چې کوم ٧ کسان نيولي هر څو کۀ پوځ هغه خپل عسکر گڼي خو طالبانو ته دبهرنيو استخباراتي شبکو غړي يا مخبران ښکاري.
هغه زياته کړه طالبان به دنيول شوؤ کسانو څخه بشپړ پلټنې کوي اؤ له هغې وروستو به يې دخوشې کولويا سزا په هکله پريکړه کولى شي.
طالب وياند وويل کۀ چرې په رښتيا هم نيول شوي کسان پوځيان وي نو دا به طالبانو سره دشوي تړون څخه سرغړونه گڼل کيږي.
دنوموړي په وينا په ترسره شوي تړون کې منل شوې ده چې پوځيان به په سيمه کې پټې گزمې نۀ کوي اؤ طالبان دگزمو په مهال جريان کې اچوي.

keywords: DCO, dir, malakand, atif, rahman
XS
SM
MD
LG