لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک:دبلوچستان اؤ سرحدي سيمو وضعيت باندې سترگې نۀ شو پټولى


په سنا کې دتگلارې په ډاگه کولو په مهال دکورنيو چارو لپاره دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک وويل دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ته ويل شوي دي چې خپله خاوره دپاکستان پر ضد کاريدلو ته ور نۀ کړي
هغۀ وويل بلوچستان څخه په زرگونو نۀ بلکې ټول ٨٣١کسان بې درکه شوي دي چې پکې معلومه شوې ٢٠ په افغانستان کې دي.
ښاغلي ملک دبرهمداخ بگټي په هاغه بيان سخت ټکونه وکړل چې دامريکا په گډون يې دملگرو ملتونو څخه مرسته غوښتې وه اؤ ويلي يې وؤ هغوي ازادي غواړي.
دهغۀ وينا وه داکبربگټي دوؤځامنو سره خبرې روانې دي اؤ دهغوي دگيلو لرې کولو هڅه به وکړل شي.
نوموړي وويل مونږ ته به پريکړه کول وي چې ايا په بلوچستان دامنيت دستونزې سره مخ دى کۀ ياغيتوب
دهغۀ وينا وه بلوڅ مشران دوړاندې څخه جوړی کړی شوي پلان لاندې وژل شوي اؤ پاکستان ته دملگرو ملتونو دعمومي سکتر سفر څخه يواځې دوه ورځې وړاندې دجان سوليکي تښتونه هم يوه دسيسه وه.
په دغه مهال سناتور محبت خان مري درحمان ملک په وينا نيوکه وکړه اؤ وې ويل په بلوچستان کې خلک وهلى ټکولى شي.
هغۀ وويل دصوبې ستونزې به په وهلو ټکولو هوارې نۀ شي.
همدغه راز دمسلم ليگ(ن) مشر راجه ظفرالق هم دهغه په وينا نيوکه وکړه.
رحمان ملک دخپلې وينا په دوام وويل براهمداخ بگټي په ښکاره دازادۍ غږ پورته کړو، نوابزاده بهرام داد بگټي دبي ايل اى مشر دى اؤ دملگرو ملتونو څخه مرسته غواړي.
ښاغلي ملک وويل په بلوچستان کې کوم عمليات نۀ کيږي اؤ دغلته مو عمليات ختم کړي دي.
هغۀ زياته کړه په بلوچستان کې عمليات نۀ کيږي خو دسرحدي سيمو وضعيت باندې سترگې نۀ شو پټولى
دسنا دبندو دروازو تر شا غونډه به سبا دزيارت په ورځ يوولس نيمې بجې کيږي چې پکې به رحمان ملک غړو ته دبلوچستان په وضعيت حال احوال تيروي.

XS
SM
MD
LG