لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي وایي بونیر کې طالبان ښکاره گزمې کوي


دصوبه سرحد بونير سيمه کې دطالبانو گزمې دوام لري اؤ دبونير سيمې په بيلا بيلو ځائيونو کې يې خپلې پوستې جوړې کړي دي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل چې طالبانو په بونیر کې د غېر دولتي ادارو دفترونه، گاډي او نور سامان الات قبضه کړی دي. مولانا خلیل وویل حکومتي ودانیو ته یې تر اوسه زیان رسولی نه دی.
مولانا خلیل په بونیو کې ځان ته دطالبانو کمانډر وایي زیاتوي بونیر ته دطالبانو ورتگ د سولې د تړون خلاف ورزی نه ده.
هم وایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د بونیر نه د صوبایي کابېنې غړی او د تعلیم وزیر سردار حسین بابک د ډیوه ریډیو پروگرام کې نیغ په نیغه طالب کمانډر ته وویل چې اولس دې ټوپک په زور نه یروي سیمه دې پریږدي او د سولې د تړون احترام دې وکړي.
دتحريک نفاذ شريعت محمدي ځايې مشر سالار خان وايي دطالبانو غورځنگ ته دهغوي بشپړه ملاتړ ترلاسه دى.
دبونير په ډگر، سواړۍ، چمله ، پيربابا اؤ امبيلې سيمو په گډون په بيلا بيلو کليو کې دسوات څخه راغلي دغه طالبان په ښکاره وسلو په لاس گزمې کوي.
سرچينې وايي دغه طالبان دصوبه سرحد دبونير غرايزو سيمو توتالۍ پورې رسيدلي دي اؤ په گورکند، سلطان وس، ډگر، جوړاؤ پيربابا کې دغو وسله والو طالبانو مورچې جوړې کړي دي.
په بونير کې ټولې محکمې بندې کړل شوي اؤ قاضيان محکمو ته نۀ ورځي.
په بونير کې دطالبانو دسيوا شوي فعاليت له امله په ځايې خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې اؤ داسې راپورونه هم شته چې قاضيان محکمو ته له ويرې نۀ ورځي.
طالبانو څو ورځې وړاندې په بونير کې دپيربابا په مزار قبضه هم کړې وه خو دصوبايي حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دترسره شوؤ خبرو څخه وروستو طالبانو دپيربابا په مزار قبضه ختمه کړه خو اوس هم دبونير په سلطان وس سيمه کې په ګڼو کورونو طالبان قبضه دي اؤ هغوي دجوماتونو له لارې اعلانونه کوي چې ځايې خلک بايد دطالبانو په ليکو کې ځانونه جذب کړي.

Keywords: NWFP, buner, taliban, militants
XS
SM
MD
LG